معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / فراه کې د نري رنځ تشخيص لپاره د جن اکسپرټ دستګاه فعاله شوه

فراه کې د نري رنځ تشخيص لپاره د جن اکسپرټ دستګاه فعاله شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤولینو د دغه ولايت په ولايتي روغتون کې د نري رنځ د تشخيص لپاره د جن اکسپرټ په نوم د دستګاه فعالېدو خبر ورکړی.

د یاد ولایت د عامې روغتيا ریاست مسؤولینو د يادې دستګاه د پرانیستلو پر مهال ویلي، چې په ولايتي روغتون کې د UNDP مؤسسې له لوري د ٢٠ زره امریکایي ډالرو په لګښت د نري رنځ د تشخيص لپاره د جن اکسپرټ دستګاه فعاله شوې ده.

د مسؤولینو په خبره تردې وړاندې به د فراه مېشتو خلکو د نري رنځ د تشخيص لپاره لرې ولايتونو ته سفرونه کول او ډېر لګښتونه پرې لګېدل، خو اوس د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د UNDP مؤسسې پر مالي همکارۍ د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د جن اکسپرټ دستګاه فعاله شوې چې ورسره به ډېرې آسانتياوې رامنځته شي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس