معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزې ته د وسلو د لېږد په اړه برېټانیا ته د بشري حقونو ډلو خبرداری وکړ

غزې ته د وسلو د لېږد په اړه برېټانیا ته د بشري حقونو ډلو خبرداری وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۳   نېټه):

د نړیوالو رسنیو د خبر پر اساس، د بشري حقونو ډلو د برېټانیا پر حکومت غږ کړی، چې اسراییلو ته دې د وسلو استول سملاسي بند کړي.

د خبر پر بنسټ، د بشر حقونو د څار سازمان په ګډون د نادولتي سازمانونو یوې ډلې د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کمرون ته په یو استول شوي لیک کې دا غوښتنه کړې ده.

په یاد لیک کې خبرداری ورکړل شوی، چې د دې کار په نه ترسره کولو سره به د برېټانیا حکومت له نړیوالو قوانینو او مکلفیتونو څخه په سرغړونه تورن شي او د ناوړه ګټه اخیستونکو په ډله کې به راشي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس