معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزه کې یو وار بیا د مرستو ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وګړي په نښه شوي

غزه کې یو وار بیا د مرستو ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وګړي په نښه شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۶   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزې په جنوب کې اسراییلي اشغالګرو هغه مسلمانان یو وار بیا په نښه کړي، چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره ټول شوي وو.

د الجزيرې تلوېزیون د راپور پر اساس په ياد بريد کې ۶ تنه شهيدان او ۸۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د روژې مبارکې میاشتې په دوام کې هم د غزې په بېلابېلو سيمو د اسرایيلي اشغالګرو هوايي بريدونه دوام لري.

د یو بل خبر له مخې په البريج سيمه کې هم اسرایيلي اشغالګرو يو کور په نښه کړی، چې په لړ کې یې د يوې کورنۍ ۹ تنه شهيدان شوي دي.

بلخوا د فلسطيني مقاومت ډلو لخوا په غزه کې د جګړې په مختلفو نقطو کې د اسرایيلي اشغالګرو پرضد پراخ بريدونه روان دي.

تازه د اسرایيلي پوځ يو قومندان أومر کوهین رسنيو ته ويلي، چې د غزې په خان يونس سيمه کې له پراخ مقاومت سره مخ دي او په وينا يې په دې سيمه کې حـ.ـماس په ډېر مهارت او ستر ځواک سره جګړه پرمخ بيايي.

له بل پلوه په يمن کې د حوثيانو ډلې هم د اسرایيلي، امريکايي او بريتانوي بېړۍ او کښتيو پر ضد توغندیزو بريدونو ته دوام ورکړی او تازه یې يوه امريکايي جنګي بېړۍ په بالستيک توغندي ویشتلې ده.

د ۱۶۱ ورځو راهيسې اسرایيلو په غزه کې د وحشتونو لړۍ پيل کړې چې د يادو وحشتونو په لړ کې د امریکا، بريتانيې، فرانسې او ځينو نورو غربي هېوادونو اسراییلیان له پراخ ملاتړ او بې سارې مرستو څخه برخمن کړي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس