معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزه کې تر ۷ ورځني اوربند وروسته اسراییلي اشغالګرو په یو ورځ له ۲ سوو ډېر بریدونه وکړل

غزه کې تر ۷ ورځني اوربند وروسته اسراییلي اشغالګرو په یو ورځ له ۲ سوو ډېر بریدونه وکړل

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۱  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ځینو بهرنیو رسنیو ویلي، چې غزه کې د اسراییلي اشغالګرو او حـ.ـماس جنګیالیو ترمنځ په خونړۍ جګړه کې له اووه ورځني ځنډ وروسته اسراییلي اشغالګرو بېرته بریدونه پیل کړي دي.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې د اوربند له ماتېدو سره سم اسرایيلي جنګي الوتکو غزه کې پر څه باندې ۲ سوه ځایونو بریدونه کړي دي.

غزه کې د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، د دغو بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۷۸ بې دفاع فلسطيني وګړي وژل شوي او ۵۸۹ تنه نور په کې ژوبل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر تورک په غزه کې د جګړې بیا پیلیدل یو ناورین بللی او نیوکه یې کړې، چې اسرایيلو باید نړیوال قوانین په پام کې نیولی وی.

نړیوالو مرستندویه ادارو په غزه کې د موقت اوربند ماتېدل غندلي دي.

حمـ.ـاس جنګیالیو د اوربند په ماتېدو او پر ولسي وګړو اسراییلي بریدونه غندلي او د دې بریدونو د غچ اخیستو ګواښ یې کړی.

پر غزې د اسراییلي اشغالګرو د بریدونو له امله نږدې ۱.۸ میلیونه وګړي بې ځایه شوي او په پاتې شویو کې نږدې ۱۴ زره تنه بې دفاع وګړي وژل شوي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس