معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / عدلیې وزارت اهل هنودو افغانانو ته د دوی د غصب شویو ځمکو د بېرته ور ګرځولو ژمنه کړې

عدلیې وزارت اهل هنودو افغانانو ته د دوی د غصب شویو ځمکو د بېرته ور ګرځولو ژمنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۴   مه نېټه):

‏د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عدلیې وزیر او د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون مشر شیخ عبدالحکیم شرعي اهل هنودو افغانانو ته ویلي، چې د دوی د ځمکو د غصب موضوع په جدي توګه څېړل کیږي.

د عدلیې وزارت د اهل هنودو له یو شمېر استازو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي، چې د غصب شویو ځمکو اسناد، قبالې، موقعیت او د ځمکو اندازه دې له دې کمېسیون سره شریکه کړي، څو دغه کمېسیون موضوع ته رسېدنه وکړي.

په دې ناسته کې د اهل هنودو استازو ویلي، چې د دوی ډېری ځمکې په ننګرهار، خوست، لوګر، پروان، غزني، بلخ، بغلان، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د زورواکو له خوا غصب شوې دي.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې د جمهوریت پر مهال اهل هنودو افغانانو د زورواکو له لوري د خپلو ځمکو او جایدادونو له غصب څخه سرونه ټکول.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس