معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / زرداري وایي، د پاکستان لنډمهالی حکومت د افغان کډوالو د وېستلو واک نه لري

زرداري وایي، د پاکستان لنډمهالی حکومت د افغان کډوالو د وېستلو واک نه لري

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۲  نېټه):

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو مخکیني وزیر او د پاکستان د خلکو ګوند مشر، بلاول بوټو په بلوچستان کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د پاکستان لنډمهالی حکومت د افغان کډوالو د وېستلو واک نه لري.

د خبر پر بنسټ، بوټو ویلي چې د افغان کډوالو له وېستلو مخکې باید له کوربه ټولنو، افغان کډوالو او مدني ټولنو سره مشورې شوې وای او وروسته دا پرېکړه عملي شوې وای.

زرداری ویلي، د افغان کډوالو مسله پېچلې ده چې دا لنډمهالی حکومت یې په اړه د پرېکړې صلاحیت نه لري.

پاکستان دې وروستیو کې پر افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې، چې له امله یې د افغان حکومت په ګډون ګڼو نړیوالو هېوادونو او بنسټونو د پاکستان دغه عمل غندلی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس