معماری
خانه / فعالیتونه / د ګهیځ ټولنې له خوا د “نومیالی ګهیځ” کتاب مخکتنه ترسره شوه

د ګهیځ ټولنې له خوا د “نومیالی ګهیځ” کتاب مخکتنه ترسره شوه

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د خپل مرکزي دفتر انګړ کې د “نومیالی ګهیځ” اثر مخکتنه ترسره کړه، چې په کې لیکوالو، ژورنالیستانو، د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي غړیو، د پوهنتونونو ګڼ شمېر استادانو او د هېواد په کچه نوم وتو اشخاصو او څېرو برخه لرله.
د خبر له مخې دغه مخکتنه کې ګډونوالو د شهید منهاج الدین ګهیځ د ژوند، کړنو او مبارزو په اړه خبرې وکړې او ټولو په ګډه د دغه اثر چاپېدل یې په اوسني عصر کې یوه مهمه او ارزښتمنده چاره وبلله.
ګډونوالو د هوسا او پرمختللي افغانستان لپاره د ټولو شیندلو فکرونو پر راټولېدو ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې ولسونه باید د ګهیځ په څېر د پیاوړو ملي او اسلامي فکر درلودونکي اشخاص په خپلو زړونو کې ژوندي وساتي.
پدې علمي او رسنیزه غونډه کې لیکوال او څېړونکي نصیر احمد نویدي، قلموال او جهادي شخصیت انوارالحق مجاهد، مؤرخ، ژورنالیست او د ګڼو علمي کتابونو مؤلف دکتور محمد حلیم تنویر، څېړونکی او مؤرخ ابوذر پېرزاده غزنوي، د تعلیم او تربیې پوهنتون استاد، لیکوال او ژباړن دکتور محمدمزمل اسلامي، د شهید ګهیځ د لارې ملګری او څېړونکی څارنوال رضوان محمد ګهیځ، د علومو اکاډمۍ علمي غړي، لیکوال او شاعر د سرمحقق مرستیال رحیم الله حریفال، د پوهنتون استاد، لیکوال او ژباړن دکتور عبدالصبور فخري، جهادي لیکوال او قومي مخور قاضي محمد حسن اسلامي او څو تنو نورو خبرې وکړې او د یاد کتاب د چاپ او ترتیب له امله یې د ګهیځ ټولنې ادارې او د هغې مشر تابه ته مبارکي وویله.
ناسته کې لومړی د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو تلاوت ترسره شو او ورپسې د ګهیځ ټولنې مشر او د پوهنتون استاد سردارمحمد دیندار خېل، راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست وویل او د یاد کتاب او ورته نورو کتابونو او آثارو د خپراوي او چاپ په اړه یې د ګهیځ ټولنې پر پلان خبرې وکړې.
همدارنګه په یاده ناسته کې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنې مشرتابه پلاوي، ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د خپل کړي هوډ له مخې به د دغه ډول مبارزو او پیاوړو شخصیتونو د فکر د ترویج په برخه کې به خپلې ټولې هڅې په کار اچوي.
دیادونې وړ ده چې شهید منهاج الدین ګهیځ هېواد کې د ۱۴مې لمریزې پېړۍ له تکړه ورځپاڼه لیکونکو او لیکوالو له ډلې و، چې په خپل پیاوړي ملي او اسلامي فکر سره یې د ګهیځ اونیزه جریده چلوله او په هېواد کې یې د کمونیستي افکارو د مخنیوي او اسلامي طرز فکر د ترویج لپاره کار کولو او د همدې فکر له مداره یې خپلې مبارزې وړانګې وغوړولې.
د ګهیځ ټولنې د رهبرۍ په وینا د “نومیالی ګهیځ” کتاب به ډېر ژر د هېواد هر کونج ته د خلکو د مطالعې لپاره وړاندې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس