معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان سترې محکمې له حکومته د کډوالو د وېستلو سپیناوی غوښتی

د پاکستان سترې محکمې له حکومته د کډوالو د وېستلو سپیناوی غوښتی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۱  نېټه):

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د پاکستان سترې محکمې له حکومت څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د وېستلو بهیر د بندولو لپاره د فعالانو له خوا د شوې عریضې په اړه محکمې ته ځواب ووايي.

تر دې وړاندې یو شمېر فعالانو ویلي وو، چې لنډمهاله حکومت د پاکستان د ستراتیژیکو مسایلو په اړه د لویو پرېکړو صلاحیت نه لري.

پاکستاني رسنیو د پاکستان د سترې محکمې له قوله ویلي، چې حکومت یې باید په دې اړه خپل ځواب وړاندې کړي.

پاکستاني حکومت تر دا دمه محکمې ته د ځواب ورکولو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان موقت حکومت په زور سره د ټولو بې اسناده افغان کډوالو د وېستلو لړۍ پیل کړې، چې له امله یې په لکونو افغان کډوال په جبر او زور له پاکستانه ووېستل شول او دا لړۍ لا هم دوام لري.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس