معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د وزیرانو شورا اقتصادي مرستیال له کجکي بند څخه لدنه کړې

د وزیرانو شورا اقتصادي مرستیال له کجکي بند څخه لدنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۲۸مه نېټه):

د افغانستان حکومت د وزیرانو شورا مرستیال ملا عبدالغني برادر هلمند ولایت ته د خپل سفر پرمهال له کجکي بند څخه لیدنه کړې چې په ترڅ کې یې د نوموړې پروژې د ترسره شوو چارو ستاینه وکړه او مسؤولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

د هغه خبر پاڼې له مخې چې د وزیرانو شورا د اقتصادي مرستیال له دفتر څخه رسنیو ته رسیدلې راغلي چې ملا عبدالغني برادر د کجکي بند پروژه ملي او حیاتي وبلله او په دې برخه کې د رامنځته شویو نوښتونو له امله یې د مسؤولینو د هڅو قدردانی کړی.

خبرپاڼه زیاتوي چې ملا برادر هیله وښوده چې سږ کال به په هېواد کې د ښو اورښتونو له امله د اوبو کچه لوړه شې او د کجکي بند په څېر زیاتره بندونه به له اوبو ډک شي.

د خبر پاڼې له مخې نوموړي دا هېله هم وښوده چې د سږ کال له اورښتونو سره به په هېواد کې کرنه هم وده وکړي او په هېواد کې به د برېښنا د تولید کچه هم لوړه شي.

د کجکي بند د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند د موسمي سېلابونو د کنټرول، کرنیزو ځمکو د خړوبولو او برېښنا د تولید په موخه جوړ شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس