معماری
خانه / اعلامیه / د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د ګهیځ ټولنې د مبارکۍ پیغام

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د ګهیځ ټولنې د مبارکۍ پیغام

دا دی د روژې د مبارکې میاشتې تر پای ته رسېدو وروسته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکو ورځو پړاو پیل شو، لوی الله دې وکړي چې زمونږ ټول عبادات او طاعات یی په خپل دربار کی قبول کړي وي. د خوښۍ ځای دی چې پدې وروستیو کې مو په هېواد کې اخترونه او د خوښۍ ورځې د ویرلړلیو پېښو او غمېزو څخه تشې دي او هېواد وال مو د آرامۍ په فضا کې خپل اخترونه لمانځي؛ الله دې وکړي چې دا امنیت مو په هېواد کې تل پاتې وي .
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې اداره او کارکونکي پداسې حال کې چې د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو له امله خپلو درنو هېوادوالو په تېره بیا قدرمنو لیکوالو او ژورنالیستانو ته د زړه له کومي مبارکي وايي، د الله تعالی په دربار کې دعا کوي چې د دې امنیت تر څنګ زمونږ ولس ته د علمي او تحقیقي پرمختګونو توفیق را په برخه کړي.
نن په یو وېشتمه پېړۍ کې د نړۍ هغه ولسونه سرلوړي دي چې کتاب لیکي او لولي، پداسې حال کې چې دا زمونږ د اسلامي دین لومړنی پیغام هم دی او مونږ باید تر نورو وړاندې د دې پیغام رسوونکي او عملي کوونکي وو، ترڅو وکولای شو پدې توګه له نړۍ سره برابره سیالي وکړو او خپل هېواد په علمي ډګر کې هم یو مثالي هېواد وګرځوو.
په درنښت
سردارمحمد دیندارخیل
د ګهیځ ټولنې مشر

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس