معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار پوهنتون په کوربه توب د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس پیل شو

د ننګرهار پوهنتون په کوربه توب د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نن د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ له لوري ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د اقلیم بدلون ستر علمي نړیوال کنفرانس پیل شو.

دغه کنفرانس ته د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ګډون د چارو ادارې لوی رییس، د کرنې وزیر، د طبیعې پېښو پر وړاندې د مبارزې وزیر، د ښار جوړونې وزیر، د کلي او پراختیا وزیر، اقتصاد وزیر او د لوړو زده کړو د وزیر ترڅنګ ګڼ شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی دی.

تمه ده چې په دې کنفرانس کې د داخلي استادانو په ګډون د ګڼ شمېر بهرنیو هېوادونو څېړونکي او استادان برخه واخلي او په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو په اړه خپلې مقالې له ګډونوالو سره شریکې کړي.

دې کنفرانس لپاره د ۲۵۰ په شاوخوا کې څېړنیزې مقالې ترتیب شوي، چې له ډلې یې ۲۰ مقالې له بهرنیو هېوادونو څخه دي.

هېره دې نه وي چې دغه کنفرانس به درې ورځې دوام وکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس