معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د ننګرهار په دولتې ښوونځیو کې له زده کوونکو د امتحان د ورقو په نامه هر کال په میلیونونو روپۍ په ناقانونه ډول ټولیږي

د ننګرهار په دولتې ښوونځیو کې له زده کوونکو د امتحان د ورقو په نامه هر کال په میلیونونو روپۍ په ناقانونه ډول ټولیږي

د ننګرهار په دولتې ښوونځیو کې له زده کوونکو د امتحان د ورقو په نامه هر کال په میلیونونو روپۍ په ناقانونه ډول ټولیږي.
راپور : صفي الله نصرت
د ننګرهار ولایت په دولتي ښوونځیو کې هر کال د زده کوونکو څخه په غیر قانوني ډول په میلیونونو افغانۍ د آزموینو د ورقو په نامه ټولېږي چې هېڅ قانوني جواز نه لري او د دولت بودجې ته هم نه ځي.
د ننګرهار ولایت د بېلابېلو دولتي ښوونځیو زده کوونکي شکایت لري چې هر کال لدوی څخه د آزموینو د ورقو په نامه پیسې ټولېږي چې په آزموینه کې د مصرفېدونکو ورقو له مصرف څخه دوه چنده او درې چنده زیاتې وي.
د جلال آباد ښار د پوهنې مدیریت اړوند د تجربوي نسوان لېسې یوه زدکړیاله رخسار چې په دوولسم ټولګي کې زده کړه کوي وایي چې دوی ته د اتلس مضامینو لپاره د ورقو ضرورت دی، خو له دوی څخه څلویښت افغانۍ ټولې شوې دي.
دغه زده کونکې غوښتنه کوي چې باید د آزموینو لپاره ورقې د دولتي ښوونځي اداره ورکړي: «کاغذ باید د دولت لخوا ورکړل شي ځکه چې زمونږ ډېر وطنداران وسه نه لري، نو هغوی به یې له کومه کړي؟»
د همدې لېسې یوه بله زده کړیاله ولوله بیا وایي چې له یو خوا کارونه نشته او بل خوا داسې انجونې شته چې د کورنۍ لخوا یې ښوونځي ته په آسانۍ د تګ اجازه نه ورکول کېږي او په ډېره سختۍ ښوونځي ته راځي، کورنۍ یې د ورقو لپاره پیسې هم نه ورکوي نو باید دولت د آزموینو لپاره ورقې ورکړي.
نادر ارمان چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د قلعه جانان خان لېسې د اووم ټولګي زده کوونکی دی، وایي چې له دوی څخه د نهه مضامینو آزموینه په ورقو کې اخیستل کېږي خو له دوی څخه په درې چنده پیسې اخیستل شوې دي خو دغه زده کونکی وایي چې په دا تېر څلور نیم میاشتنیو آزموینو کې له دوی نه دېریش (۳۰) افغانۍ اخیستل شوي دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت د حکم په اساس له شهادت نامې او د کانکور کارت پرته چې د شهادت نامې لپاره (۲۰۰) افغانۍ او د کانکور کارت لپاره (۴۲۰) افغانۍ اخیستل کېږي، نور په هر نوم له زده کوونکو څخه پیسې اخیستل منع دي. خو په ننګرهار ولایت کې هر کال د څلورنیم میاشتنیو او کلنیو آزموینو په خاطر د ورقو لپاره د هر زده کوونکي څخه له لسو افغانیو نیولی تر (۴۰) افغانیو پورې پیسې اخیستل کېږي.
ګهیځ د هغه مکتوب کاپي هم موندلې چې د ۱۳۹۸ لمریزکال د اتمې میاشتې په نهمه نېټه د ننګرهار پوهنې ریاست د تحریراتو عمومي مدیریت څخه د تعلیمي نظارت عمومي ریاست ته لېږل شوی، په یاد مکتوب کې لیکل شوي چې د تحریراتو عمومي مدیریت څخه مخکې هم د تعلیمي نظارت عمومي ریاست ته سپارښتنه شوې وه چې په دولتي مکاتبو کې له زده کوونکو څخه د شهادت نامې او کانکور کارت پرته چې د شهادت نامې لپاره (۲۰۰) افغانۍ او د کانکور کارت لپاره (۴۲۰) افغانۍ اخیستل کېږي، نور هر ډول پیسې اخیستل منع دي، خو په دې وروستیو کې د شهادت نامې لپاره (۴۰۰) افغانۍ او د کانکور کارت لپاره هم له ټاکل شوې پیسو څخه زیاتې پیسې اخیستل کېږي.
که څه هم په یاد مکتوب کې حکم شوی چې سر غړونکي دې معلوم او عدلي او قضایي ادارو ته دې وپېژندل شي، خو له دې مکتوب وروسته اوس هم په دولتي ښوونځیو کې له زده کوونکو په بېلابېلو بهانو پیسې ټولیږي چې یو ډول یې هم د آزمونیو د ورقو لپاره دي.
خو په ورته وخت کې بیا د هغو ښوونځیو آمرین چې په بېلابېلو بهانو له زده کونکو پیسې اخلي، وایي چې د پوهنې ریاست لخوا ښوونځیو ته هېڅ قرطاسیه نه ورکول کېږي او نه د نورو مصارفو لپاره کوم امتیازات ورکول کېږي ځکه نو مجبور دي له زده کوونکو څخه د آزموینو د ورقو لپاره پیسې ټولې کړي او له ورقو څخه د اضافه پیسو له لارې له یوه امتحان څخه تر بل پورې د ښوونځي قرطاسیه او نورې اړتیاوې پوره کړي.
د قلعه جانان خان لېسې مدیر اجمل دعوتیار پدې اړه وایې : «د معمول په څېر مونږ د شاګرد نه پیسې ټولولې هغه مقدار چې د شاګردانو د کاغذ پرې بسنه کېدله، همدارنګه د نتایجو د پوښونو په رابطه مو یو څه مقدار اضافه پیسې ټولولې هغه ددې په خاطر چې د دوی د نتایجو پارچې پوښیږي او د ښوونځي لپاره د قرطاسیې ضرورت هم له دغه نه مونږ ترلاسه کوو، ځکه د معارف ریاست په دې رابطه مونږ ته کاعذ نه دی راکړی او تقریباً له ۱۳۸۰ لمریز کال نه دا لړۍ روانه ده »
نوموړی د وزارت په دې حکم نیوکه کوي او وایي چې که د ښوونځي اداره له زده کوونکو پیسې ټولې نه کړي او د پوهنې ریاست هم ښوونځیو ته قرطاسیه ورنکړي، دوی دا مصارف له کومه پوره کړي.
نوموړی زیاتوي چې د دوی خپل معاش خو دومره دی چې اېله یې د کورنۍ خرڅ پوره کړي، او که له زده کوونکو پیسې وانخلي نو مجبور بل ډول فساد ته مخه کړي.
بل خوا د پوهنې وزارت ویانده نجیبه آرین بیا پدې اړه وایي چې زده کوونکي باید له ځان سره پارچې راوړي او په هغې آزموینه ورکړي تر څو د پیسو ټولولو مخنیوی وشي.
خو د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواری بیا د نجیبه آرین د خبرو په تړاو وایي : «یو ځل دا فیصله وشوه چې زده کوونکي دې خپله ورقې راوړي، هغه چې مونږ ولیدې ځینې ورقې به ښې وې، ځینې به لنډې وې، ځینې به اوږدې وې چې یوه ستونزه یې پیدا کړې وه، بیا فیصله وشوه چې څومره کاغذ هم مصرفیږي حد اوسط لس افغانۍ دې له زده کوونکي نه واخیستل شي. »
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند زیاتوي چې له دې پرته په هر نوم پیسې اخیستل منع دي او که څوک دا کار کوي ښه ده چې معلومات یې له دوی سره شریک شي، تر څو دوی یې په تړاو په خپل وخت اجرأت وکړي.
نوموړی ښوونځیو ته د قرطاسیې د نه ورکړې په تړاو وایي چې د ښوونځیو د ادارو لپاره ټول قرطاسیه پوهنې ریاست ورکوي ښاغلی شینواری زیاتوي : «د ښوونځیو لپاره د قرطاسیې او ټول نور ضرورتونه مونږ پوره کوو، که سپین کاغذ دی، که سینجاق دی، که دوسیې دي د ریاست لخوا ورکول کېږي.»
نوموړی همدارنګه زیاتوي چې نورې کومې ستونزې چې رامنځته کېږي لکه د څاه بمبه خرابیږي یا نور څه مشکلات پیدا کېږي، هلته هم د پوهنې ریاست مکلف دی او دوی د یوه پروسیجر له مخې هغه ستونزه په خپل وخت حلوي.
د ګهیځ خبریال پدې تړاو یوازې د پنځو ښوونځیو د زده کوونکو څخه د ټولو شويو پیسو محاسبه کړې، په دې پینځه ښوونځیو کې (۲۳۴۷۸) درویشت زره څلورسوه اته اویا تنه زده کوونکي زده کړه کوي او د دغو زده کوونکو څخه د آزموینې د ورقو په نامه له لس افغانیو نیولې تر څلویښت افغانیو پورې پیسې ټولې شوې، که دا ټولې شوې پیسې د هر تن له حسابه په اوسط ډول پنځه ویشت (۲۵) افغانۍ محاسبه شي، نو (۵۸۶۹۵۰) پنځه لکه شپږ اتیا زره نهه سوه پنځوس روپۍ کېږي او که د آزموینو لپاره د اخیستل شویو ورقو په حساب په اوسط ډول ترې لس افغانۍ وویستل شي نو بیا هم (۳۵۲۱۷۰) درې لکه دوه پنځوس زره یو سلو اویا روپۍ یوازې د دغو پنځو ښوونځیو اداروته پاتې شوې دي، او که د ټولو ښوونځیو محاسبه وشي نو معلومه به شي چې په میلیونونو روپۍ پدې نامه ټولې شوې دي، خو معلومې ندي چې دا ټولې شوې پیسې په څه ډول او په کومو شیانو مصرف شوې دي.
د یادونې ده چې څه موده وړاندې د ګهیځ خبریال په لغمان ولایت کې هم ورته شکایتونه څېړلې وو چې هلته هم د دولتي ښوونځیو زده کوونکو شکایت درلود چې له دوی نه د امتحان د ورقو په نامه له لسو نیولې تر څلوېښتو افغانیو اخیستل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس