معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د ننګرهار په بهسودو کې د هغو ښوونکو له معاشاتو چې ترفیع یې کړې وي، په غیر قانوني ډول پېسې ګرځول کېږي

د ننګرهار په بهسودو کې د هغو ښوونکو له معاشاتو چې ترفیع یې کړې وي، په غیر قانوني ډول پېسې ګرځول کېږي

د ننګرهار په بهسودو کې د هغو ښوونکو له معاشاتو چې ترفیع یې کړې وي، په غیر قانوني ډول پېسې ګرځول کېږي
راپور : ذیشان ذهین
ګهیځ سره یوې معتبرې سرچینې د هویت پټ ساتلو په شرط داسې اطلاعات شریک کړي چې له مخې یې د بهسودو ولسوالۍ د هغو ښوونکو څخه چې ترفیع یې کړې وي، د هر یوه ښوونکي له معاش څخه دوه سوه او له ځینو درې سوه افغانۍ ګرځول کېږي.
یاده سرچینه وایي چې دغه پیسې د ښوونځي د معتمد او تحویلدار لخوا اخیستل کېږي چې له بانک څخه د ښوونکو معاشات ترلاسه کوي او بیا یې لېسو کې ښوونکو ته سپاري.
زموږ د موندنو له مخې په بهسودو ولسوالۍ کې یوازې په محمدي صاحبزاده لېسه کې تر اویا تنو پورې ښوونکو ترفیع کړې چې په منځني ډول همدې یوه لېسه کې له ښوونکو څخه د تېر کال د حوت میاشتې له معاش نه تر ۱۴زره افغانیو زیاتې پیسې په غیر قانوني بڼه اخیستل شوې دي.
په داسې حال کې چې د بهسودو ولسوالۍ پنځلس دولتي لېسې لري، که د همدې یوې لېسې ارزونه پر نورو لېسو هم وکړو، نو په منځني ډول ویلی شو چې یوازې د بهسودو ولسوالۍ له ترفیع کړو ښوونکو څخه په یوه میاشت کې دوه لکه او لس زرو افغانیو څخه زیاتې پیسې ګرځول کېږي.
د ګهیځ دغه سرچینه چې خپله هم ښوونکی دی، وایي: “زه څوارلسم پاس یم له پنځلس کالو راهیسې ښوونکی یم، هر ځل د ترفیع پر مهال د مکتب تحویلدار دغه ډول اضافي پیسې رانه ګرځولې دي، دا وار یې هم رانه د حوت میاشتې له معاش څخه دوه سوه افغانۍ وګرځولې او له ځینو نورو یې آن درې سوه افغانۍ وګرځولې.”
دغه ښوونکی زیاتوي چې: “که چېرې موږ د خپل حق غوښتنه وکړو، بیا نو شل لارې د مصرف راته ښودل کېږي؛ کله وایي چې په ریاست کې یې کارمندان رانه اخلي او کله نورې شل بهانې وکړي. ”
نوموړی وایي چې یوازې دی هم ندی چې له دا ډول ستونزې سره مخ دی، د تېر حوت په میاشت کې دده په څېر د هغو ټولو ښوونکو څخه چې ترفیع یې کړې وه، له معاش څخه یې دوه سوه او یا درې سوه افغانۍ تحویلدار او معتمد په همدې وینا وګرځولي.
دغه ښوونکی همدارنګه وایي چې که چا ته شکایت وکړې نو اخطارونه ورکول کېږي، پر بېلابېلو نومونو او کړنو یې ګواښي یا ځینې نور بیا ور ته وایي چې له ځانه مو وږي جوړ کړي، په سل یا دوه سوه روپیو پسې نښتي یاست؟
که څه هم ځینو ښوونکو ګهیځ ته منلې چې له بانک څخه د ښوونکو د معاشاتو د راوړلو په بدل کې یې د ولسوالۍ معتمد او د لېسې تحویلدار ته سل افغانۍ منلې، خو ګهیځ ته د محمدي صاحبزاده لېسې د اجرائیه مدیر غلام حسن هغه ثبت شوی غږ په لاس ورغلی، چې نوموړی ښوونکو ته ګواښنه کوي او په بې پروایۍ سره وایي چې که پدې اړه کوم ښوونکی چاته څه ووایي، نو له ترفیع او پرمختګ څخه د محرومیت ترڅنګ به ورته هر ډول ستونزې رامنځته کړي.
ګهیځ د خپلو څېړنو پر مټ دا هم موندلې چې د ملکه حمېرا او احنف بن قیس په څېر ډېری لېسې خپل تحویلدار او د ولسوالۍ معتمد ته یوازې پنځوس افغانۍ د معاش راوړلو په بدل کې ورکوي. ډېر کله د معتمد او تحویلدار پرمټ د ښوونکو د معاشاتو راوړلو غوښتنه په خپله د ښوونکو له لورې کېږي، خو د اضافي پیسو د اخیستو په اړه د بهسودو ولسوالۍ د یوې لېسې تحویلدار د هویت د پټ ساتلو په شرط ګهیځ ته وویل چې دغه پېسې ترې د پوهنې په ریاست کې د مطیع الله په نوم کس چې د ښوونکو د ترفیع اسناد کابل ته وړي او دا چارې ورته رالنډوي، ترې اخلي.
د ده په خبره لومړیو کې دغه پیسې د شیرینۍ خو اوس د مصرف په نوم اخیستل کېږي. پداسې حال کې چې دغه د اسنادو وړونکی کس د پوهنې ریاست رسمي کارکوونکی دی او په رسمي وختونو کې کابل ته تګ_راتګ کوي.
نوموړی زیاتوي چې د یو شمېر لېسو ښوونکو چې له بانک څخه خپل معاشات د بیروبار، د وخت کمبود او نورو امنیتي ستونزو له امله پر وخت نشوای ترلاسه کولای، لیکنې غوښتنه یې وکړه او لاسلیکونه یې وکړل چې باید د تحویلدار او معتمد په وسیله یې معاش ورته لېسې ته ور وړل شي، ځکه نو چې اوس معتمد او تحویلدار دغه معاشات له بانکونو څخه ترلاسه کوي او لېسو ته یې د ښوونکو لپاره لېږدوي.
د نوموړي په وینا د ښوونکو دغه کار متعمد او تحویلدار ته ددې زمینه برابره کړې ده تر څو د معاش راوړلو پر وخت، په ځینو لېسو کې پنځوس افغانۍ او په ځینې نورو کې بیا سل افغانۍ دغه متعمد یا تحویلدار ته په لاس ورشي.
همدارنګه د ښوونکو د ترفیع پر مهال د دوه سوه یا درې سوه افغانۍ له هر ښوونکي نه دغه تحویلدار یا متعمد اخلي او وایي چې له دوی نه بیا دا پیسې د مطیع الله په نامه، یو کس چې د پوهنې ریاست کارکوونکی چې د وزارت او ریاست ترمنځ نماینده دی او د ښوونکو اسناد د ترفیع لپاره کابل ته وړي، اخلي.
د یاد تحویلدار په خبره مطیع الله چې د پوهنې ریاست کارکوونکی دی، دغه پیسې د بهسودو ولسوالۍ په کچه له عمومي معتمد سفیر څخه د ترفیع د کارونو د بشپړ والي لپاره د مصرف په نوم اخلي.
بل خوا د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند اصف شینواري له ګهیځ سره په خبرو کې له ښوونکو څخه دغه ډول اضافي پیسې اخیستل غیر قانوني بولي او زیاتوي چې په ننګرهار کې یې اویا سلنه ښوونکي بانکي سیسټم ته اړولي، چې په دغه سیسټم کې د تحویلدار له خوا د پیسو اخیستو مسأله له منځه تللې ده.
د شینواري په خبره له بانکي سیسټم څخه پاتې دېرش سلنه ښوونکي د لرې پرتو سیمو ښوونکي دي، چې بانکي سیسټم ته لاسرسی نلري، خو د ښاغلي شینواري ددې خبرو سره سره د ګهیځ موندنې ښيي چې همدې بهسودو ولسوالۍ کې د ډېرو لېسو ښوونکي بانکي سیسټم ته لاسرسی نه لري.
د دې ترڅنګ د ګهیځ د موندنو له مخې د ولسوالۍ معتمد د هر لېسې له تحویلدار څخه هره میاشت د هر ښوونکي له معاش نه پنځه شپېته افغانۍ ګرځوي.
د سپوږمۍ په نوم یوه بله ښوونکې چې د استاذۍ یې لنډه موده کېږي وایي چې د استاذۍ په لومړي معاش کې یې ترې ۱۶۵۰ افغانۍ ګرځولې وې. نوموړې وایي: “ماته په لومړۍ میاشت کې د پنځلسو ورځو معاش ۱۷۰۰ افغانۍ راکړل شوی. حال دا چې زما د ټولې میاشتې معاش ۶ زره ۷ سوه افغانۍ کېږي.”
دغه ښوونکې زیاتوي: “کله ما چې پوښتنه وکړه، ویل یې تېر کال هم چې کومې استاذانې مقررې شوې وې، له هغوی څخه هم تر دوه زرو افغانیو پورې پیسې ګرځول شوې دي، او دا د ولسمشر غني د مېرمنې څادر دی. بیا مې له نورو استاذانو هم پوښتنه وکړه. هغوی هم راته وویل چې د لومړني معاش څلورمه برخه ګرځول کېږي.”
کله چې د استاذانو له معاش څخه د اضافي پیسو د ګرځولو او په دې اړه بیا ښوونکو ته د ګواښ موضوع، د ننګرهار پوهنې ریاست له ویاند محمد اصف شینواري سره شریکه کړه، نوموړي پرته لدې چې په خپله پدې اړه څه ووایي، یادونه وکړه چې موضوع یې د پوهنې له رئیس حسیب الله شینواري سره شریکه کړې، څو په خپله د ننګرهار د پوهنې رئیس پدې اړه ځواب ورکړي، خو له مکرر تعقیب او انتظار سرسره د پوهنې د رئیس د نظر په ترلاسه کولو بریالي نشوو.
خو تر دې وروسته مو بیا هم پدې اړه د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواری وپوښت، نوموړي په ځواب کې وویل: “ستاسې د څېړنې موضوع او پایله د پوهنې ریاست له مشرتابه سره شریکه شوې، هغوی پدې اړه د پلټنو امر کړی او د هغو کسانو د مجازاتولو ژمنه یې کړې، چې په دې موضوع کې پړه وبلل شي ”
په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو له خوا د هغوی له معاش څخه د پیسو ګرځولو موضوع داسې مهال را برسیره کېږي چې دې وروستیو کې یادو ښوونکو ته د ځمکو د وېش په برخه کې هم د پراخو ستونزو د شتون پخلی شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس