معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د ننګرهار خلک ددې ولایت په برېښنا ریاست کې له شته فساد نه سر ټکوي

د ننګرهار خلک ددې ولایت په برېښنا ریاست کې له شته فساد نه سر ټکوي

د ننګرهار خلک ددې ولایت په برېښنا ریاست کې له شته فساد نه سر ټکوي
راپور: ذیشان ذهین
د ننګرهار برېښنا ریاست کې یوې باوري سرچینې د خپل هویت پټ ساتلو په شرط د ګهیځ هغه موندنې او تر لاسه شوي اطلاعات تأیید کړل چې ښکاروي په جلال آباد ښار کې د دولتي برېښنا ډېره برخه د ځینو کسانو له خوا په بېلابېلو پلمو او نومونو حېف او میل کېږي.
نوموړې سرچینې د ننګرهار برېښنا شرکت خدماتي برخه کې د فساد له هغو مسایلو هم پرده پورته کړه، چې د ګهیځ له ترلاسه شویو موندنو سره یې تر ډېره بریده ورته والی درلود.
دغه سرچینه د خپل هویت پټ ساتلو په شرط وایي چې د ننګرهار برېښنا په لویه کې له درې لارو حېف او مېل کېږي. نوموړی زیاتوي چې جلال آباد په ښار کې د دولتي برېښنا یوه برخه د زورواکو له خوا د مصرف له ورکړې پرته استعمالېږي،او دوه نورې برخې یې د فساد ښکار دي.
سرچینه همدارنګه زیاتوي چې دولتي برېښنا د جنریټري برېښنا په نوم د ښار په بېلابېلو مارکېټونو او دوکانونو باندې پلورل، د زورواکو له خوا د برېښنا د بلونو نه تادیه کول او د پیسو په بدل کې د میټرونو ترلاسه کول د فساد هغه برخې دي چې په دوامداره بڼه پرمخ روانې دي.
د یادې سرچینې په وینا ځینو مارکېټونو او دوکانونو ته د جنرېټري برېښنا ورکوونکي کسان د ننګرهار برېښنا شرکت په ریاست کې له یو شمېر کسانو سره لار لري، چې د ونډې په اخیستو سره یې د فساد له لارې یادو برېښنا پلورونکو ته دغه چاره آسانه او بریالۍ کړې ده. د سرچینې په خبره د جنراټوري برېښنا دغه مسؤولین چې یاده کړنه ترسره کوي د لغمان ولایت په بادپښ سیمه کې د ننګرهار د برېښنا مزیو په پرې کېدو کې هم په غیر مستقیم ډول لاس لري تر څو خپلې جنرېټري برېښنا ته په مؤقتي توګه بازار ګرم کړي.
د ګهیځ سرچینې په ټینګار سره زیاته کړه: “د دغو مسایلو شتون اوس له هېچا پټ نه دی. که په خپله د برېښنا رئیس هم پدې اړه لږ پلټنه وکړي هر څه به ورته ډېر ښه معلوم شي، ځکه له کلونو راهیسې دغه چاره دوام لري خو دوی یې نه غواړي برالا کړي.”
دغه سر چینه همدارنگه وایي چې ددې کارونو تر شاه یوه لویه مافیایي کړۍ ده چې د ډېرو وس پرې نه رسېږي او زیاتوي چې مخکې یې هم همدا مسایل له یوه بل خبریال سره شریک کړي وو خو بیا د دغې مافیایۍ کړۍ له خوا ګواښ شوی وو، چې که د یادو مسایلو له افشاء کولو لاس وانه خلي، سر به وخوري.سرچینه زیاتوي چې ځکه نو بیا هغه خبریال ددې موضوع له تعقیب نه لاس واخیست.
بل خوا ته د جنرېټري برېښنا تولیدوونکو کسانو بیا ګهیځ سره خبرو کې د خپلو خدماتو پر روڼوالي ټینګار وکړ او خپله برخه یې له دولتي برېښنا څخه په بشپړه بڼه جلا وبلله.
یوې بلې سرچینې ګهیځ سره خبرو کې د ننګرهار یو شمېر معلوم چارواکي د برېښنا لوی پوروړي وبلل.د ده په خبره د ننګرهار شته ټول زورواکي پرته له دې چې د برېښنا بلونه تادیه کړي، په بې درېغه بڼه له ټولو وګړو په ښه کېفیت له برېښنا څخه ګته پورته کوي.
نوموړي چې د موضوع د حساسیت له امله یې تر ډېر تأکید سربېره هم د کوم زورواکي نوم وانه خیست خو یادونه یې وکړه چې د دغو زورواکو له ډلې یې یو تن د برېښنا شرکت څخه ۴۱ میلیونه افغانۍ پوروړی دی، هغه ادعا چې د برېښنا شرکت رئیس یې هم ګهیځ سره خبرو کې پخلی کوي.
زموږ د دغې سرچینې د اطلاع له مخې د یادو پوروړو لپاره اوس هم څلرویشت ساعته برېښنا کور او کار ځای کې بې له کوم خنډه روانه ده. په داسې حال کې چې پر نورو خلکو تر څلورو میاشتو پور اوښتو وروسته برېښنا پرې کېږي، خو د ننګرهار برېښنا شرکت رئیس غلام حیدر فقیرزی بیا دا نه مني چې ګني د پور سربېره دې هم برېښنا د پوروړو په چوپړ کې وي.
فقیرزی وایي، پر هغو ټولو خلکو یې برېښنا پرې کړې چې پوروړي دي، خو خپل پور نه پرې کوي.
نوموړی پرته له دې چې د کوم پوروړي نوم واخلي زیاتوي، هغو چې د وار وار ټېنګار وروسته یې بیا هم خپل پور نه دی ورکړی، څارنوالۍ ته یې ورپېژندلي دي.
دی وایي: “دا منو چې په جلال آباد کې یو پخوانی جهادي قوماندان زموږ د برېښنا شرکت څخه ۴۱ میلیونه افغانۍ پوروړی دی، خو دا نه منو چې ګنې اوس دې هم هغه ته زموږ برېښنا ورکړل شوې وي”
د ننگرهار د برېښنا رئیس زیاتوي چې دوی پر ټولو هغو خلکو چې له څلورو میاشتو یې پور ډېر شوی وو، برېښنا پرې کړې ده او آن د هغو کسانو د برېښنا جمپرونه یې د پایې له سر نه خلاص کړي چې ډېر پوروړي دي او ځینې پوروړي خو یې لا څارنوالۍ ته هم معرفي کړي دي.
اما بل لور ته بیا د ګهیځ ترلاسه شوې موندنې ښيي چې د ننګرهار کانال ریاست د برېښنا شرکت څخه له یو میلیارد او درې سوه میلیونو افغانیو ډېر پوروړی ده، خو بیا هم پرې د برېښنا شرکت له لورې برېښنا نه ده پرې شوې.
د ننګرهار برېښنا شرکت رئیس هم دا مني چې د ننګرهار کانال ریاست یې پوروړی دی او د برېښنا د نه پرې کولو دلیل یې دا ګڼي چې دا یوه دولتي اداره ده .
هڅه مو وکړه چې د یاد پور د نه تادیې په اړه د کانال ریاست وپوښتو، خو په دې اړه خبرو لپاره موږ ته څوک چمتو نه شول.
د ننګرهار د برېښنا ریاست اړوند درېیمه مسأله چې د اوږدې مودې راهیسې په کې د فساد د شتون څخه خلک سر ټکوي، د برېښنا د میترونو ویش دی.
د ګهیځ خبریال همدارنګه له یو شمېر کمېشنکارانو سره د هغوی د هویت پټ ساتلو په شرط خبرې کړې دي، یادو کمېشن کارانو ومنله چې له ریاست نه یوه کس ته د میتر په را اېستو له پنځو زرو نیولې تر پنځلس زرو افغانیو پورې کمېشن اخلي او د دوی په خبره د دغو پیسو یوه برخه په برېښنا شرکت کې کارکوونکو ته د ونډې په ډول ورکوي، څو خپل کارونه په آسانۍ سره ژر ترسره کړي.
بل لور بیا د برېښنا شرکت رئیس چې د دندې له پیله یې شپږ میاشتې تیریږي وایي، پخوا به دې ډول ډېرو مسایلو شتون درلود، خو اوس یې تر ډېره بریده په خپل ریاست کې شفافیت راوستلی چې په ترڅ کې یې د ده په خبره د برېښنا تېر شوي د غلا مزي غوڅ شوي او د برېښنا ریاست ټولو کاروونکو ته میټر نصب شوي دي.
د ننګرهار برېښنا شرکت ریاست چې یوه تخنیکي اداره ده، اوس مهال د لغمان بادپښ له لارې د یوه وارداتي لېن په واسطه ټول ختیځ زون ته برېښنا عرضه کوي، چې ډېری وخت بادپښ کې د حکومت د مخالفینو او یا د ځایي اوسېدونکو له خوا د دغو مزو پرې کېدل په ورځو او آن ځینې وخت تر اونیو ننګرهار او ورسره تړلې سیمې له بې برېښنایۍ سره مخ کوي، خو د برېښنا شرکت ریاست وایي، له ارغندي څخه یې د خوګیاڼو پر لار د یو بل مزي د تېرولو چارې پیل کړي چې د یو بل سب سټېشن په جوړولو سره به ننګرهار ته د برېښنا په واردولو او عرضه کولو کې شته ستونزې تر ډېره بریده هوارې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس