معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د ننګرهار ثمر خیلو بندر کې یوازې په ۱۳۹۸ کال کې تر څلور ویشت میلیونه افغانیو زیاته درغلي شوې

د ننګرهار ثمر خیلو بندر کې یوازې په ۱۳۹۸ کال کې تر څلور ویشت میلیونه افغانیو زیاته درغلي شوې

د ننګرهار ثمر خیلو بندر کې یوازې په ۱۳۹۸ کال کې تر څلور ویشت میلیونه افغانیو زیاته درغلي شوې
راپور : ايمل ظاهر
ګهیځ د ننګرهار ولایت د ترانسپورټ ریاست په اړه داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښکاروي د دې ولایت د ترانسپورټ ریاست اړوند یوازې د ثمرخېلو بندر له لارې په تېر ۱۳۹۸ لمریز کال کې(۱۹۷۲۱۸) یو سل او اووه نوي زره دوه سوه اتلس وړې او تېز رفتاري موټرې تېرې شوې دي چې د ترانسپورټ ریاست له هر واړه موټر څخه د ترانسپورټ وزارت د لایحې خلاف داوولس نیمو افغانیو پرځای ۳۰ افغانۍ ترلاسه کړې او د هر موټر د تېرېدو پرمهال د لایحې خلاف دوولس نیمي افغانۍ اضافه ترلاسه شوې دي.
دغه اعداد او ارقام ښکاروي چې په مجموعې ډول په ۱۳۹۸ لمریزکال کې له دې درکه(۲۴۶۵۲۲۵) څلور ویشت میلیونه شپږ سوه پنځه زره دوه سوه او پنځه ویشت افغانۍ حیف او میل شوې دي.
د دې ترڅنګ له اکثریت موټرو څخه ترلاسه کېدونکې پیسې د داسې غیر قانونې پارچو پر بنسټ چې د اړونده مامور لاسلیک، جلد، صفحه، د موټر پلېټ نمبر او د پیسو مقدار ندی پکې لیکل شوی، له دغه موټرو نه ترلاسه شوې دي.
ګهیځ خبریال د ننګرهار ولایت د ترانسپورټ سرپرست رئیس خواص مومند له یادو موټرونو څخه د ترلاسه کېدونکو پیسو د لایحې په اړه وپوښته هغه ومنله چې ترلاسه شوي پیسې غیري قانوني دي .
نوموړی زیاتوي چې “مونږ د هر موټر څخه لس افغانۍ د مالیي وزارت لپاره د هغې پارچې په اساس ترلاسه کوو چې د مالیې وزارت مونږ ته چاپ کړې، او د هرې سورلۍ د کرایې درې سلنه د ترانسپورټ ریاست له خوا اخیستل کېږي او مالیي وزارت ته جمع کېږي.”
ښاغلی خواص مومند زیاتوي چې د لایحې له مخې په وړو او تېز رفتاره موټرو کې پنځه کسه سورلۍ ځایېږي او د هر یو کس کرایه پنځوس افغانۍ ده چې د یو موټر د سورلۍ د درې فیصدو مجموعه (۷.۵) اووه نیمې افغانۍ کېږي چې په مجموع کې د ترانسپورټ او مالي وزارت مجموعي پیسې (۱۷.۵) اوولس نیمي افغانۍ کېږي.
له ښاغلي مومند نه مو وپوښتل چې پدې حساب پاتې ( ۱۲.۵) دوولس نیمي افغانۍ چې پدې پاټک کې اضافه ترلاسه کېږي قانوني دي که غیر قانوني؟
د ننګرهار د ترانسپورټ ریاست سرپرست یې په اړه وایي: “له دې پرته چې کومې اضافه پیسې اخیستل کېږي هغه غیر قانوني دي او مونږ به یې پر وړاندې جدې اقدامات وکړو.”
د دې لویې لارې موټر چلوونکي وایي چې د ثمرخېلو په بندر کې د ترانسپورټ مامورین ترې له ښار نه د وتلو پرمهال ۳۰ افغانۍ اخلي او له هغې پرته د تګ اجازه نه ورکوي.
د شریف الله او خالد په مستعارو نومونو دوه موټر چلوونکي چې د غني خېلو او مارکوه لین سورلۍ چلوي وایي چې: “پارچې له وړاندې د ماموریت سره د یوه غیر رسمي کارکونکي لاس کې نیولې وي، مونږ چې راشو پلیټ نمبر هم پکې نه لیکي، کله یې مامور امضاء کوي او کله یې نه امضاء کوي او همداسې پارچې راکوي او دېرش افغانيو نه یوه افغانۍ هم کمه نه اخلي.”
د ترانسپورټ ریاست اړوند د ثمرخېلو بندر په مسؤول پسې تر پرلپسې هڅو وروسته هم د هغه د نظر په اخیستو بریالي نشوو، ځکه نوموړی دعوا لري چې د شخصي ستونزو له کبله رسنيو سره خبرې نه شي کولای.
بل خوا د ګهیځ خبریال دا موضوع د تېر لمریز کال د کب په میاشت کې دوه ځله د ننګرهار له والي ښاغلي امر خیل سره شریکه کړه، لومړی ځل د کب میاشتې په لسمه نېټه ددې موضوع په اړه د هغه نظر وغوښتل شو، خو نوموړي د موضوع د رد یا تأیید پر ځای د څو ورځو وخت غوښتنه وکړه تر څو د یادې موضوع په تړاو معلومات ترلاسه او بیا یې راسره شریک کړې خو له نږدې دوه اوونیو انتظار وروسته د دوهم ځل لپاره د ۱۳۹۹ کال د کب د میاشتې په شلمه نېټه ورسره همدا موضوع شریکه شوه خو بیا یې هم د موضوع په اړه د جزییاتو له ورکولو پرته د اضافه وخت غوښتنه وکړه.
بل اړخ ته د ګهیځ خبریال ددې موضوع په تړاو څو څو ځله د ننګرهار له والي ښاغلي امر خیل سره اړیکه وکړه خو د ننګرهار والي فقط په لومړي ځل پداسې حال کې چې د تحقیقي خبریالانو کار او هڅې یې وستایلې، ژمنه وکړه چې ددې قضیې د څېړنې لپاره به د مؤظف پلاوي له خوا ترلاسه شوي معلومات له ګهیځ سره شریکوي، خو له اوږده انتظار او وار په وار له ښاغلي والي او د هغه له ویاند عطاء الله خوږیاڼي سره تر اړیکو وروسته بیا هم قادر نشو چې پدې تړاو د دوی نظر واخلي.
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار ولایت د ترانسپورټ ریاست اړوند جلال آباد ښار ته په ورغلو دریو نورو لویو لارو کې هم دا ډول بندرونه فعال دي چې پکې وخت په وخت د فساد شتون له کبله شکایتونه اورېدل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس