معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د نجونو په ګډون یوه نهه کسیزه ډله په جلال آباد کې د خلکو نه په دوکه پیسې اخلي

د نجونو په ګډون یوه نهه کسیزه ډله په جلال آباد کې د خلکو نه په دوکه پیسې اخلي

د نجونو په ګډون یوه نهه کسیزه ډله په جلال آباد کې د خلکو نه په دوکه پیسې اخلي
راپور:ذیشان ذهین
د ګهیځ موندنې ښیي چې د جلال آباد په ښار کې شپږ نجونې هغوی ته د لاس ور اچولو یا د هغوی د ځورولو په تور، له کلیو نه ښار ته له راغلو نارینه وو څخه د پولیس په مرسته پیسې شکوي.
ګهیځ د خپلو څېړنو پر مټ موندلې، چې د جلال آباد ښار په یو شمېر هغو برخو کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي، د ورځې په منځني ډول له دریو تر څلورو ځلو، هغه کسان د دغو شپږو نجونو له خوا په نښه کېږي، چې ښار ته له لرې پرتو کلیو، بانډو او ولسوالیو څخه راغلي وي.
دغه نجونې پر یادو کسانو د پیسو ترلاسه کولو په موخه، تور پورې کوي چې ګواکې دوی ته یې لاس اچولی یا یې په جنسي توګه ځورولې دي.
موندنې همدارنګه په ډاګه کوي چې دا نجونې د دریو نارینه وو پر مټ چې هویت یې معلوم ندی، پر مټ چې د بازار په یاده سیمه کې ګرځي راګرځي دا کار ترسره کوي او له همدې امله تورن کس لدې وېرې چې د یادو نارینه وو له خوا له فزیکي شخړې یا د خلکو په وړاندې بې عزته نشي، حاضرېږي چې په جیب کې شته پیسې یادو نجونو ته ورکړي او ځان له دې لانجې وژغوري.
ګهیځ د خپلو بې درېغه هلو ځلو پر مټ او تر دوه میاشتو څېړنې وروسته د دغو نجونو نومونه ترلاسه کړل او همدا راز یې د یادې کړنې یو قرباني وګړی هم وموند چې نوموړو نجونو ترې په همدې تور پیسې ترلاسه کړي دي.
یاد کس چې د موضوع د حساسیت له امله خپل هویت پټ ساتل غواړي، له دغو نجونو سره د خپل مخامخ کېدو کیسه له ګهیځ سره خبرو کې داسې شریکه کړه: “زه جلال آباد ښار ته د سودا اخیستو لپاره راغلی وم، څلور زره افغانۍ راسره وې. لوڼو مې را څخه ځینې ښځینه شیان غوښتي وو، د بنګړیوالانو کوڅې ته پسې لاړم.”
نوموړی زیاتوي: “ګڼه ګوڼه لږه زیاته وه، یو دم د یوې نجلۍ له خوا چې چادري یې هم اغوستې وه، له کیڼ لاس څخه ونیول شوم. بیا یې زما لاس ته ټک راکړ او بد رد ویل یې شروع کړل، په همدې شېبه کې دستي یو نارینه چې خوا کې مې ولاړ و، تر مټ ونیولم.”
د نجونو له فساد او درغلۍ نه متأثره شوی دغه کس وایي چې نوموړي سړي غلی غوندې د بازار یوې غاړې ته بوتلو او په داسې حال کې چې دی له حیرانتیا لا نه و وتلی پرې غږ یې وکړ چې له تور سرو سره دې څه کار دی؟ ولې دې لاس ور اچولو؟
زیانمن کس زیاتوي چې: “قرآنونه او قسمونه مې ورته وکړل، خو دې کس راسره هېڅ هم نه منل، ددې سړي شله توب بېخي زه پر خپل ځان شکمن کړم، ځان سره مې ویل چې هسې نه لاس مې غلطۍ کې پر دغې نجلۍ لګېدلی وي، نجلۍساعت په ساعت نارامه کېدله او غږ یې ورو ،ورو پورته کېده.”
نوموړی وایي چې پدې وخت کې دوه تنه نور نارینه هم راغلل، له نجلۍ نه یې د غلې کېدو غوښتنه وکړه خو له ده نه درې واړو په ګډه یوه پوښتنه کوله چې نجلۍ یې ولې ځورولې ده؟
زیانمن کس زیاتوي چې دغه درې واړو نارینه وو د نجلۍ له خوا د لګول شوي تور څخه په داسې بڼه دفاع کوله، چې ګواکې د کورنۍ کومه غړې یې وي.
دی زیاتوي چې: که څه هم زما ټینګار همدا وو چې ما هېڅ ندي کړي، پرېږدئ چې ولاړ شم، خو یوه یې پدې خبره سخت ووېرولم چې اوس به نجلۍ په عام محضر کې چغه ووهي چې دې عمر خوړلي سړي لاس را واچاوه. ”
نوموړی وایي چې دې خبرې ووېرولو او د ځان د خلاصون هڅه یې وکړه خو دغو کسانو ورته وویل چې تر څو نجلۍ ته یو څو روپۍ ورنکړې ځان نشي ژغورلای.
زیانمن کس وایي: “له ډېرو زاریو او ټینګار وروسته مې د درې زره افغانیو په ورکړې ځان ورنه خلاص کړ او له هغه ځایه ډېر چابک راووتم او پرته لدې چې کور ته سودا یوسم، تش لاس لاړم.”
نوموړی زیاتوي چې کور ته به بېرته رسېدو یې اولادونو او مېرمنې دده د خفګان او د سودا نه راوړلو په اړه پوښتنه کوله خو ده یوازې دا ځواب درلود چې پیسې یې له جیب نه چا اېستلې دي.
دی زیاتوي چې: “اوس مې ځان سره پرېکړه کړې چې که هر څومره هم زما اړتیا شي، بیا ځل به پر هغې لار لاړ نشم. ”
بل خوا ته د ګهیځ موندنې ښیي چې د دغو نجونو د کړنو تر شاه درې تنه نارینه چې د یادو نجونو خپلوان هم دي، نېغ په نېغه ښکېل دي. په جلال آباد کې یوې باوري سرچینې ګهیځ ته وویل چې دغه ډله د خپلو دغه جرمي کړنو پر وړاندې د ستونزو را ولاړېدو په صورت اکثره وخت ځایي پولیس هم د څو روپیو د ورکړې په بدل کې له ځان سره ښکېلوي، خو امنیتي مسؤولین بیا دغه خبره نه مني.
دغه نجونې چې موږ ته یې یوې باوري سرچینې نومونه ” قایله، اسماء، لطیفه، حسنا، کاینات او بسیمه” ښودلي، د درې تنو نارینه وو ” ګل داد، زمری او سرتور” په ملتیا د فساد او جعل کارۍ دغه چارې پر مخ بیایي.
دغه نهه کسیزه ډله په ګروپي بڼه د جلال آباد ښار زرګرۍ کوڅې، بنګړیوالانو کوڅې، د صرافۍ مارکېټ او د جلال آباد ښار په یو شمېر نورو تنګو لارو او کوڅو کې له اطرافو راغلي کسان په نښه کوي او بیا ترې پیسې ترلاسه کوي.
موږ ډېره هڅه وکړه چې د دغو نجونو له ډلې کومې یوې سره د دوی د کړنو په تړاو مرکه وکړو، خو تر ډېرو هڅو وروسته سره لدې چې د هویت پټ ساتلو ژمنه هم ورسره وشوه، خو بیا هم خبرو کولو ته چمتو نه شوې.
د جلال آباد ښار د ګڼې ،ګوڼې ډکو دغو سیمو څو دوکاندارانو هم له ګهیځ سره خبرو کې ومنله چې په اونۍ کې څو وار د همدې لاس اچولو په ادعا د ځینو نارینه وو سره د څو تنو نجونو لوړ غږ پورته کېږي، خو د دوی په خبره بېرته ډېر ژر دا غږ غلی کېږي، همدارنګه د یوې بلې سرچینې په خبره اکثره وخت داسې کسان په همدې تور د ولسي خلکو تر سوک، څپېړې لاندې هم راشي، پداسې حال کې چې ددې ډول کړنې ګومان نه کېږي.
د ننګرهار ولایتي ادارې که څه هم ددې ډول پېښو څخه ناخبري وښوده خو ټینګار یې وکړ چې د یادو کړنو د مخنیوي لپاره به له خپلو امنیتي مسؤولینو څخه، د جدي پاملرنې سپارښتنه وکړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي له ګهیځ سره په خبرو کې یادونه وکړه چې پولیس د اصلاح او تنظیم راوستو لپاره کار کوي.
د جعل کارۍ او خلکو نه د دوکې په زور د پیسو اخیستو دغه نهه کسیزه ډلې په اړه خوګیاڼی وایي، چې د دغه ډول کړنو د مخنیوي لپاره د ولایتي ادارې په کچه د یوه کمېسیون د رامنځته کېدو خبره هم وکړه، څو یاده قضیه کې ښکېل اصلي کسان پیدا او قضایي ارګانونو ته یې وروپېژني.
تر دې وړاندې ګهیځ د سوالګرو مېرمنو تر شاه پر ترسره کېدونکې بد اخلاقۍ هم څېړنه کړې وه، چې د راپور تر خپرېدو وروسته د یوه سرتاسري کمپاین په ترڅ کې ډېری هغه سینګار شوې سوالګرې نجونې له ښار ټولې شوې چې د بد اخلاقۍ د چارو د ترسره کېدو ګمان پرې کېده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس