معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د عربي نړۍ په ګېډه کې ناسور زخم چې نور یې باید غمه وخوړل شي!

د عربي نړۍ په ګېډه کې ناسور زخم چې نور یې باید غمه وخوړل شي!

وروسته تر دې چې اسراییلو د روژې په میاشت کې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر یوه ډيپلوماټیک مرکز برید وکړ او څو ایراني پوځي افسران یې ووژل، په سیمه کې د خونړۍ جګړې او پر یو بل د غچ اخیستنې د بریدونو اندېښنه زیاته شوه او بیا د روان لمریز کال د وري په ۲۵مه نېټه ایران هم پر اسراییلو هوایي او توغندویي بریدونه وکړل او پدې توګه په سیمه کې د کړکیچ او تاوتریخوالي روانه څپه نوره هم پراخه شوه او دا دی د خبري سرچینو د وروستیو رپوټونو په اساس د اسراییلو جنګي کابینې پرېکړه کړې چې د ایران د بریدونو غچ به اخلي.

دا چې دا د غچ اخیستنې لړۍ به تر کومه دوام وکړي، له ایران نه به د اسراییلو غچ په څه ډول وي، اړخونه به یې څومره پراخه وي او اغېزې به یې پر سیمه او نړۍ څه او کومې وي، هغه موضوعات دي چې لا یې هم اړخونه سم ندي څرګند شوي.

بل اړخ ته د فلسطین په نیول شویو سیمو د اسراییلو د وحشي او جنایت کاره ځواکونو پرله پسې بریدونه، ظلم او وحشت هماغسې روان دی او تر څنګ یې له دغه وحشي او ظالم یرغلګر څخه د امریکا او نورو لویدیځوالو پرله پسې ملاتړ او آن له اسراییلو سره د نویو او پرمخ تللیو وسلو مرسته هم ورځ تر بلې پراخه کچه خپلوي اما په مقابل کې یې د شا او خوا عربي ملکونه متأسفانه یا چوپه خوله ناست دي یا په پټه او ښکاره د اسراییلو ملاتړ کوي.

دا چې پر اسراییلو د ایران توغندویي او هوایي بریدونه څومره اغېزناک وو یا دا چې اسراییل او ورسره ملګري ملکونه به د ایران د دغه بریدونو په غبرګون کې څه وکړي، تر اوسه سمه څرګنده نده او یوازې د شنونکو د شننو او وړاندوینو تر حده پرې خبرې کېږي.

اما پدې ټولو کې دا یو ټکی ثابت دی چې د مینځني ختیځ سیمه او نیول شوی فلسطین که نن یوې خواته د تاوتریخوالي او جګړو په اور کې سوزي نو بل اړخ ته د سیمې او په تېره بیا د ګاونډیو عربي هېوادونو د تاریخي غفلت او د دغه هېوادو د واکمنو د مزدورۍ او غلامۍ قیمت هم د خپلو شازلمو د وینو او دخپلو اولادونو د بدنونو د ټوټه ټوټه جسدونو په بیه پرې کوي.

پر اسراییلو د ایران د تېرې اونۍ تر برید وروسته مونږ ولیدل چې که یوې خواته اسراییل پر ایران د غچ اخیستنې د ځوابي اقدام ګواښ کوي، نو بل اړخ ته د سیمې یو شمېر عربي او اسلامي هېوادونه څه په مستقیم او څه په غیر مستقیم ډول هڅه کوي د اسراییلو په وړاندې د ایران دغه اقدام کمزوری، بې نتیجې او په ځینو مواردو کې ساختګي ښکاره کړي.

منو چې تر دې وروستیو پېښو وړاندې د اسلامي نړۍ د قضایاوو په اړه د ایران پرله پسې یو اړخیز دریځ پرته له شکه د اندېښنې او آن ځورونې سبب شوی او هېڅ با انصافه او آزاد وګړی نشي کولای هغه تأیید کړي؛ مګر دا هم یو تریخ حقیقت دی چې مونږ نن په اسلامي او عربي نړۍ کې داسې خپلواک ملک نه لرو چې د امریکا له اثر او اغېزو آزاد دې د وحشي او جنایت کاره اسراییلو په وړاندې ودرېږي او پر مظلوم او ځپل شوي فلسطیني ولس دې د دوی د ظلم او ناتار په وړاندې کم تر کمه یو آواز اوچت کړي.

د آزادو نړیوالو او په تېره بیا مسلمانانو هېر ندي چې که په نیول شوي فلسطین کې د دغه ځای د مسلمانانو له خوا د اسراییلي یرغلګرو په وړاندې د “اقصی توپان” عملیات نه وای پیل شوي نو نن به د سعودي عربستان په ګډون ډېرو عربي او اسلامي هېوادو له غاصبو اسراییلو سره کم تر کمه ډیپلوماټیکي اړیکې پیل کړې وې او د نیول شوي فلسطین او د نړۍ د مسلمانانو د لومړۍ قبلې موضوع به د هېچا هم په زړه نه وای.

نه یوازې دا چې آن همدا نن هم داسې راپورونه او خبرونه شته چې پر مظلومو فلسطیني وګړو د اسراییلي یرغلګرو له ټول ظلم او وحشت سره سره ځيني اسلامي او عربي هېوادونه یا په خپله خوښه یا د امریکا تر اغېزې لاندې هڅه کوي فلسطیني مجاهدین سره وویشې او هغوی د اسراییلو په وړاندې سرټيټولو ته اړ باسي.

پداسې یوه حالت کې ټولو اسلامي هېوادو او ټولو خپلواکو اسلامي جریانونو ته چې په رښتیا د اسلام او د مسلمانانو د لومړۍ قبلې د ژغورنې هوډ لري، په کار ده چې تر دې زیات نور خپل مینځي اختلافات پر ځای پرېږدي، سره یو موټي شي او خپل ټول قوت په لومړي سر کې د اسراییلي یرغلګرو په وړاندې وکاروي او بیا د اسلامي نړۍ هغه تېر برم او عظمت را ژوندی کړي چې د نړۍ د جغرافیایي نقشې له یوه اړخ څخه یې تر بل اړخ پورې پر ملتونو واکمني کوله او د اسلامي عدالت تر سیوري لاندې یې ولسونه سره متحد کړي وو. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس