معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړي

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۳   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عـ.ـبدالـ.ـغني بـ.ـرادر د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر “بختیار سعیدوف” سره لیدلي او ورسره یې پر یو شمېر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو همکاریو او سیمه‌ییز اتصال باندې خبرې کړي.

د اقتصادي مرستیالۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزیټ پر زیاتوالي، د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د اورګاډي پټلۍ شبکې، پانګونې او د برېښنا د لېږد په اړه مرکز کابل کې خبرې شوې دي.

دغه لیدنه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې په نږدې راتلونکي کې په تاشکند کې د اوسني افغان حکومت د سفیر کوربه وي.

ازبکستان له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې له سرپرست افغان حکومت سره اړیکې لري او د روان کال د فبرورۍ په درېیمه نېټه چې شاوخوا یوه نیمه میاشت کیږي، تاشکند کې یې د افغانستان سفارت هم اوسني افغان حکومت ته وسپاره.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس