معماری
خانه / اعلامیه / د خبریال ورځې په مناسبت د ګهیځ ټولنې د مبارکۍ پیغام

د خبریال ورځې په مناسبت د ګهیځ ټولنې د مبارکۍ پیغام

نن د کب ۲۷ مه د خبریال د ورځې په نامه یادېږي او په ګران هېواد کې له خبریالانو څخه د قدردانۍ او د هغوی له خوارۍ او زیار اېستنې څخه د قدر داني په موخه هر کال لمانځل کېږي. پرته له شکه خبریال، ډاکټر او پولیس په خلکو او ټولنه کې د ناسمیو د سمونې عسکر دي.
مسلکي خبریال په خپل ژوند او کاري چاپېریال کې تل د سمون تګلاره خپلوي او د ټولنیزو ستونزو د حل هڅې کوي او تل د ولسونو په چوپړ کې وي.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنه د خبریال د ورځې په مناسبت ټولو خبریالانو ته مبارکي وایي او په سختو حالاتو او کړاوونو کې ورته د زغم، موفقیت او بري هیله لري.
ګرانو خبریالانو!
ورځ مو نېکمرغه او چارې مو بریالۍ!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس