معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د تورخم کميسارۍ پولیس، پاکستان ته له تلونکو مسافرو هره ورځ سلګونه زره افغانۍ په ناقانونه توګه ترلاسه کوي!

د تورخم کميسارۍ پولیس، پاکستان ته له تلونکو مسافرو هره ورځ سلګونه زره افغانۍ په ناقانونه توګه ترلاسه کوي!

د تورخم کميسارۍ پولیس، پاکستان ته له تلونکو مسافرو هره ورځ سلګونه زره افغانۍ په ناقانونه توګه ترلاسه کوي!
راپور: ايمل ظاهر
په ننګرهار کې د ګهیځ موندنې ښیي چې په دې ولایت کې پرته د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې په دروازه تورخم کې هره ورځ پولیس له لس ګونو زرو اوړېدونکو را اوړېدونکو مسافرو په ناقانونه بڼه پیسې اخلي او سر بېره پر پیسو له مسافرو سره ناوړه چلند کوي.
د ګهیځ دغه موندنې ښیي چې که له یوې خوا هره ورځ زیات شمېر افغانان په تورخم دروازه پاکستان ته اوړي یا له هغې خوا بېرته راګرځي او پاکستاني مسؤولین د افغان مسافرو د پاسپورټونو د چک او ټاپه کولو پروسه په ځنډ ترسره کوي، نو بله خوا د تورخم کمیسارۍ افغان پولیس د پولې دېخوا د نا قانونه پیسو اخیستنې ته د زمېني برابرېدو په موخه بې نظمي جوړوي.
ګهیځ داسې اسناد موندلي چې هره ورځ تر شلو زرو پورې افغان مسافر پاکستان ته ځي چې افغان حکومت مسافرینو ته د تګ راتګ پر مهال د آسانتیاوو په موخه د راستنېدونکو مسافرینو لپاره جلا او پاکستان ته د تلونکو مسافرینو لپاره جلا لارې جوړې کړې دي.
پاکستان ته د تلونکو مسافرو په ځانګړې شوې لار کې د سهار له لمر ختو وړاندې تنظم شوي مسافرین د ماښام تر ناوخته پاکستان ته د ورتګ لپاره انتظار کوي او کم شمېر مسافرو ته یې د همدې لارې د تګ اجازه ورکول کېږي.
خو د تورخم کمېسارۍ مخ ته په غزیدلې ترانزیټي سړک او د پاکستان له لورې د راستنېدونکو مسافرینو لپاره په ځانګړي شوې لار بیا سلګونه هغو مسافرو ته د چارواکو، بانفوذه خلکو، او هلته د مؤظفو پولیسو د مېلمنو په نوم اجازه ورکول کېږي چې د کميسارۍ پولیس ترې د ویلچر لرونکو او ګنډي چلوونکو په منځګړتوب له زر افغانیو نیولې تر دوه زره افغانۍ پورې د هر سړي په سر، په ناقانونه توګه ترلاسه کړې.
که چېرې په اوسط ډول د ورځې په اوږدو کې له شل زرو مسافرو یوازې درې سوه مسافرو ته هم د پیسو په مقابل کې اجازه ورکړل شي نو هره ورځ پنځه لکه څلوېښت زره (۵۴۰۰۰۰) افغانۍ د کمیسارۍ پولیس په ناقانونه ډول ترلاسه کوي.
د سمیر او حامد په نومونو، پاکستان ته په قانوني لارو تلونکي مسافرین وایي له دوی هم پیسې غوښتل شوې دي خو د کمزوري اقتصاد له کبله یې د ورکولو توان نه درلود، ځکه نو د پاسپورټ او ویزې له درلودو سره سره په تورخم دروازه پاکستان ته د اوړېدو په انتظار ستړي شول.
دغه دوه وروڼه وایي: “مونږ له ملا اذان سره راغلي یو، ایله اوس کټارو او جال ته را ورسېدو، کراچیوانان راځي نور خلک چې وروسته هم راشي ورسره په پیسو خبره وکړي، پولیسو ته ترې پیسې واخلي او پولیس یې په دې بهانه د قطار سر ته بوزي چې دا د پلانکي صیب او بیستانکي صیب میلمه دي.”
د گهیځ خبریال پدې اړه، په پرله پسې توګه مو د تورخم د کمیسار محمد هارون ابراهيم خېل د نظر اخیستو هڅه وکړه خو هغه وایي چې دکورنیو چارو وزارت د یوه رسمي مکتوب له مخې، دی له رسنیو سره له خبرو منعه کړی دی.
د ننګرهار د ولایتي شورا مرستایل اجمل عمر هم د مسافرینو نیوکې او په تورخم کې د کمیسارۍ د پولیسو له خوا د ترسره کېدونکي فساد په تړاو د مسافرینو خبرې پر ځای بولي او وایي چې دا ستونزه یې په کراتو کراتو له ولایتي ادارې او امنیه قومندانۍ سره هم شریکه کړې ده.
ښاغلی اجمل عمر زیاتوي چې: په تورخم کې د فساد او ناقانونه پیسو اخیستو موضوع ډېره پخوانۍ ده،خو په کراتو کراتو له ولایتي ادارې سره ددې ستونزې پر شریکېدو سر بېره، له بده مرغه لا هم دا ستونزه شته او په ورځ کې سلګونه زره افغانۍ په ناقانونه توګه له خلکو اخیستل کېږي.
بل خوا ولایتي اداره هم هلته د فساد شتون مني خو وايي د مخنیوي لپاره يې هڅې دوام لري.
د ننګرهار د والي وياند عطالله خوګياڼي د دې ستونزې پړه، تر يوه بريده په مسافرينو هم اچوي او وایي چې مسافرين خپله هم هڅه کوي تر څو له نورو مخکې د تګ لپاره، پوليسو ته پيسې ورکړي او د تورخم په دروازه واوړي.
عطاالله خوګياڼی وایي: “مونږ نه ردوو چې تورخم کې پوليس يا فساد نه کوي او يا هم له مسافرينو سره کله ناکله بد چلند نه کوي، خو اوس هلته نوې رهبري ګومارل شوې او مخکي له دې چې نوی کميسار او معاون یې تورخم ته لاړ شي والي صيب ورته په خپل دفتر کې د فساد د مخنیوي او مسافر ينو سره د ښه چلند او ورته د سهولتونو برابرېدو سپارښتنه کړې ده.”
د ننگرهار د والي ویاند هیله څرګندوي چې تر دې بدلون وروسته به په تورخم کې د فساد مخه هم ونیول شي او له مسافرو سره به د پولیسو چلند هم ښه شي.
په تورخم ښارګوټي کې د فساد په اړه یوازې اوس نه، بلکې له کلونو راهيسې خلک شکایت لري،چارواکو يې تل د ستونزې د حل ژمنه کړې خو تراوسه شوې ژمنې پوره ندي عملي شوې.
څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس شوه چې په کې یوه پولیس یوه ښځه په پیپ وهله.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق د وري په ۱۶ رسنیو ته ویلي وو چې د تورخم ښارګوټي کمیسارۍ هغه پولیس یې نیولی چې ځیني خلک یي وهلي ډبولي وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس