معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ایران د دفاع وزارت یو پلاوی کابل ته راغلی

د ایران د دفاع وزارت یو پلاوی کابل ته راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۳۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د ایران د وسلوال پوځ لوی درستیز بهرام حسیني مطلق په مشرۍ ایراني پلاوي د سرپرست حکومت د دفاع وزارت له چارواکو سره د تهران او کابل ترمنځ د ګډو سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په اړه لیده_کاته او خبرې کړي.
د خبر له مخې دې لیدنه کې د افغانستان د لوی درستیز مرستیال د دواړو هېوادونو له همکاریو او نېکو اړیکو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، چې سرپرست افغان حکومت تل له ایران سره د نېکو اړیکو غوښتونکی دی او په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته ژمن دی.
د سرپرست حکومت دفاع وزارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، ایراني پلاوي په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ژمنې مثبتې ارزولي او د اړیکو له ټینګښته یې ډاډ ورکړی دی.
د ایراني پلاوي دغه سفر په داسې مهال کیږي، چې دې وروستیو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د حقابې پر سر اړیکې ترینګلې شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس