معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د ایران تر برید وروسته ټاکل شوې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ ناسته وکړي

د ایران تر برید وروسته ټاکل شوې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ ناسته وکړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۲۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې پر اسراییلو د ایران له هوایي بریدونو وروسته ټاکل شوې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ ناسته وکړي.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې د سیمې په کچه د کړکېچ راولاړېدو خطر موجود دی.
بل لور د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی، چې که امریکا، ناټو، اوکراین، فرانسه او اسټرالیا د اسراییلو ملاتړ ته دوام ورکړي، نو دوی به بې له شکه د ایران ملاتړ وکړي.
ایران پر اسراییلو د بې پیلوټه الوتکو ستر عملیات پیل کړي او چارواکو یې زیاته کړې، چې ژر به د اسراییلو دننه هم مهم اهداف په نښه کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس