معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د امریکا دفاع وزارت: درې کاله مخکې د کابل پر هوایي ډګر ځانمرګی برید د مخنیوي وړ نه و

د امریکا دفاع وزارت: درې کاله مخکې د کابل پر هوایي ډګر ځانمرګی برید د مخنیوي وړ نه و

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۲۸مه نېټه):

د امریکا د دفاع وزارت وایي هغه برید د مخنیوي وړ نه و چې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال د ګډوډیو په مینځ کې د کابل د نړیوال هوایي ډګر په ساحه کې وشو او په لس ګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

له افغانستان څخه د امریکا او نورو هېوادو د ځواکونو د وتلو د مهال د هله ګولې په مینځ کې

د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د تېښتې په حال کې ملکي وګړو او بهرنیو پوځیانو په مینځ کې یوه خطرناکه چاودنه رامینځ ته شوه چې درنه مرګ ژوبله یې واړوله.

د دې برید او را مینځ ته شوې مرګ ژوبلې په اړه یې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې په امر پیل شوو پلټنو او د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په سپټمبر کې د دې پلټنو بیا کتنې معلومات وایي چې دا برید د مخنوي وړ نه و.

دغو معلوماتو ښودلې چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر په ساحه او په شنه دروازه کې ځانمرګی برید د “عبدالرحمن اللوګري” په نامه د داعش ډلې د یوه غړي له خوا ترسره شوی و چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې له دغه ډلې سره یو ځای و.

د دې برید په تړاو هم د هغه وخت د ډېرو نورو بریدونو په څېر لویدیځوالو استخباراتي ادارو خبر داری ورکړی وو خو د دې سره سره په نوموړې ورځ ماښام شپږ بجې دا برید وشو او درنه مرګ ژوبله یې رامینځ ته کړه.

پدې برید کې دیارلس امریکایي پوځیان او لږ تر لږه ۱۷۰ تنه هغه افغانان ووژل شول چې غوښتل یې د هله ګولې په مینځ کې له افغانستان څخه بهر ته ولاړ شي او ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس