معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / افغان چارواکو سره د ریچارډ بېنېټ لیدنې؛ د بشري حقونو وضعیت په اړه خبرې شوي

افغان چارواکو سره د ریچارډ بېنېټ لیدنې؛ د بشري حقونو وضعیت په اړه خبرې شوي

کابل/ګهیځ: نن چهار شنبه ( د تلې/میزان ۲۰مه او اکټوبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچارډ بېنېټ د سرپرست حکومت له چارواکو سره په دې بوخت دی، چې په دغه هېواد کې دې بشري حقونه خوندي شي.
هغه سې شنبه ناوخته (د تلې ۱۹مه) د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي‌ چې ښاغلي متقي دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ته د بشري حقونو وضعیت د لا ښه کېدو لپاره د هلو ځلو او ژمنیتا ډاډ ورکړی.
ښاغلي متقي ویلي “پر یو بل د انتقادونو پر ځای باید همکاري سره وکړو، حقایق خپاره کړو او کوم پر مختګونه چې شوي، هغو ته وده ورکړو.”
بېنېټ تر دې وړاندې په جلا جلا ډول د عدلیې سرپرست وزیر مولوی عبدالحکیم شرعي او د رییس الوزراء له مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی سره هم لیدلي دي.
مولوي عبدالسلام حنفي او ریچارډ بنت د افغان هندوانو او سیکانو د ملاتړ تر څنګ د نجونو د تعلیم حق، د ښځو د حقونو، بشري حقونو او د رسنیو د فعالیت په اړه خبرې وکړې.
همدا راز د ملګرو ملتونو راپورټر له شرعي سره په لېدنه کې بیا، ښځو ته د کار کولو د اجازې، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په بیا فعالېدو، قوانینو جوړولو او د نړیوالو میثاقونو او معاهدو پر عملي کولو خبرې شوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو له هغو بنسټونو و چې د ا.ا له واکمنېدو وروسته منحل کړای شو او دا لومړی ځل دی، چې د بیا پرانستل کېدو په تړاو یې خبرې شوي.
خو په دې هکله چې د دغه کمیسیون د بېرته فعالولو لپاره یې څه شرایط ايښي، یا پرانستل کېږي که نه؟ جزییات نه دي ورکړل شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس