معماری
خانه / فعالیتونه / د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا د “پښتو نیولوګيزم او ژبپوهنه” اثر چاپ شو!

د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا د “پښتو نیولوګيزم او ژبپوهنه” اثر چاپ شو!

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو د مرکز د علمي غړي او د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د مرستیال څېړنوال رحیم الله حریفال علمي او تحقیقي اثر” پښتو نیولوګیزم او ژبپوهنه” تر نامه لاندې اثر د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري چاپ او بازار ته راووت.
پدې کتاب کې د نویو جوړو شویو لغتونو لپاره د ژبې کارولو څرنګوالی د نیولوګیزم د اصطلاح په اړه معلومات، د موضوع په شالید او دا چې په پښتو ژبه کې د نیولوګیزم په اړه څومره کار شوی دی او همدا رنګه په ژبه کې د نیولوګیزم په اړه د ژبپوهنې دریځ، د نیولوګیزم تاریخي بهیر ته لنډه کتنه او دې ته ورته نور مطالب څېړل شوي دي.
همدارنګه په یاد څېړنیز اثر کې د ژبې پر لغوي زېرمه باندې د نیولوګیزم د اغېزو په اړه خبرې شوې دي او پر دې موضوع بحث شوی چې د پردیو کلمو ژباړه او بدلون نیولوګیزم ګڼل کېږي او که نه؟
د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه پداسې حال کې چې ددې علمي اثر د چاپ او خپریدو له امله د کتاب لیکوال او د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې مرستیال “څېړنوال رحیم الله حریفال” ته مبارکي وایي، د افغانستان د علومواکاډمۍ له ادارې هم مننه کوي چې ددې ډول علمي او څېړنیزو کتابونو په خپرولو سره، د هېواد او هېواد والو په خدمت کې ده.
درنښت
د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې اداره

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس