معماری
خانه / ګهیځ / د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلې د یو ورځنیو او څلور ورځنۍ سیالۍ لوبلړۍ کوي

د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلې د یو ورځنیو او څلور ورځنۍ سیالۍ لوبلړۍ کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۲۱مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې د افغانستان او سریلانکا کرکټ الف لوبډلو ترمنځ د روانې اپریل میاشتې په ۲۸مه نېټه د یو ورځنیو او څلور ورځنۍ سیالۍ لوبلړۍ ترسره شي.

افغان کرکټ بورډ ویلي، لومړی به د دواړو هېوادونو الف لوبډلې د ۵ یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د اپریل په ۲۸مه نېټه پیل کړي او بیا به یوازینۍ تېسټ سیالۍ وکړي چې د مې میاشتې تر ۱۴مې نېټې به دوام وکړي.

د یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ په اعلان شوې لوبډله کې ریاض حسن، عبدالمالک ذبید اکبري، شاهدالله کمال، بلال ترین، دروېش رسولي، اکرم علیخل (لوبډلمشر)، محمداسحاق رحیمي، ننګیالی خروټی، فرمان الله ساپی، قیس احمد، ضیااکبر، سلیم ساپی، عبدالرحمن او بلال سمیع شامل شوي دي.

دغه راز د څلو ورځنیو سیالیو په لوبډله کې بیا عبدالمالک، احسان الله جنت، عمران میر، بهیرشاه محبوب، رحمن الله ځدراڼ، اعجاز احمد مهري، اکرم علیخل (لوبډلمشر)، عبدالهادي، محمدطاهر عادل، عبدالله تره خیل، خلیل ګربز، ضیا اکبر، ابراهیم عبدالرحیمزی، نوید ځدراڼ، نسیم منګل او سعید شېرزاد اخیستل شوي دي.

دا به په روان زېږدیز کال کې د افغانستان الف لوبډلې لومړنی بهرنی سفر وي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس