معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د اختر په خوښیو کې مو بې وزلي هېوادوال او جګړه ځپلي مسلمانان مه هېروئ!

د اختر په خوښیو کې مو بې وزلي هېوادوال او جګړه ځپلي مسلمانان مه هېروئ!

لکه چې ګورو د روژې مبارکه میاشت نن له خیره پای ته رسېږي او سبا به زمونږ په هېواد او اکثره اسلامي هېوادو کې د نېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ وي او هېواد وال به مو د خوښۍ او خوشحالۍ په څپو کې تر یوې میاشتې عبادت او د الله تر طاعت وروسته د اختر خوښۍ سره په ګډه لمانځي.

د اسلامي روایاتو مطابق د کوچني اختر ورځ د الله د سترو نعمتونو د شکر پر ځای کولو ورځ ګڼل کېږي چې تر یوې میاشتې پرله پسې عبادت او ریاضت وروسته مسلمانان د الله شکر پرځای کوي او یو بل ته تر یوې میاشتې بریالي عبادت او ریاضت وروسته مبارکي ورکوي.

اختر د الله هغه بنده ګانو ته د مبارکۍ پيغام دی چې د روژې مبارکه میاشت کې یې د الله عبادت کړی او پدې ورځ بیا له الله سره خپله ژمنه تازه کوي چې د ژوند ټول کړه او وړه به یې د الله د لارښوونو سره سم او د هغه دین له غوښتنو او لارښوونو سره برابر وي چې دوی ته د اسلام ستر پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- په وسیله ښودل شوي وو.

د افغانستان مسلمان او متدین ولس چې کلونه کلونه کېږي اخترونه یې د جګړو، ویرونو او ماتمونو په ګرداب کې ډوب دی، دا دی بیا غواړي د نړۍ د نورو اسلامي ملتونو او مسلمانو ملکونو تر څنګ د اختر د نېکمرغه ورځو خوښۍ او خوشحالۍ ولمانځي په کار ده چې د خوښۍ او خوشحالۍ پدې موقع کې د خپل ولس او غمځپلي اسلامي امت هغه خوار، درپدره او په ویر او ماتم کې ډوب ولسونه هم له یاده و نه باسي چې روژه او اختر یې ټول د کفارو له خوا د تپل شوې جګړې په لمبو کې سوزي.

اسلامي امت او سلامي نړۍ او په تېره هم د مسلمانانو لومړۍ قبله بیت المقدس او د انبیاوو ځمکه فلسطین نن په هغه اور کې سوزي چې د نړیوال شیطان امریکا په مستقیم ملاتړ غاصبو یهودو د هغوی په کور او کلي بل کړی دی.

له همدې امله ده چې د نړۍ ټول مسلمانان او په تېره بیا هغه افغان مسلمانان چې کلونه کلونه یې د جګړو او ویرونو تر سیوري لاندې روژې او اخترونه تېر کړي باید د اختر په خوښیو کې د خپلو بې وزلو او خوارو هېواد والو تر څنګ د اسلامي نړۍ او اسلامي امت دغه خوار او جګړه ځپلي وګړي هم له یاده و نه باسي او د خپلو خوښیو په ترڅ کې د هغوی له ویر او ماتم څخه هم ځان خبر کړي.

پر اسلامي امت او د مسلمانانو پر لومړۍ قبلې سربېره په خپله په هېواد کې د ننه مو هم د تېرو څو لسیزو پرله پسې جګړو او کړکیچ له امله په لسګونو زره بې وزله او فقیر وګړي ژوند کوي، د پرله پسې کورنیو جګړو په سل هاوو زره کونډې او یتیمان شته چې د اختر په خوښیو کې د هغوی پوښتنه، ګرویږنه او په غم او ویر کې ورسره ځان شریکول د ټولو مسلمانانو او په تېره بیا په کور د ننه د افغانانو د نیکو او مخیرو انسانانو دنده او وجیبه ده.

مونږ د روژې د مبارکې میاشتې په اوږدو کې د دې شاهدان وو چې د نړۍ له هر ګوټ څخه افغانانو له خپلو مظلومو او ناداره هېواد والو سره د مرستې لاس را اوږد کړ او په خپلو مرستو سره یې د خپل توان په حد کې د مظلومو افغان روژه تیانو لاس نیوی وکړ او د هېواد په کچه ټولو خیریه مؤسسو بنسټونو تر ډېره بریده د مظلومو او جګړه ځپلیو هېواد والو سره د مرستې او غمرازۍ هڅه وکړه.

اوس په همدې ډول د اختر په خوښیو کې هم په کار ده چې د افغانستان په داخل کې او له افغانستان څخه بهر زمونږ شتمن او خیرغوښتونکي هېوادوال لکه څه ډول چې د روژې د مبارکې میاشتې په اوږدو کې یې خپل مظلوم او بېچاره هېواد وال په خپلو مرستو کې په یاد وساتل، همداسې دې د اختر په خوښیو کې هم د نړۍ د نورو مظلومو ولسونو او فلسطیني مسلمانانو تر څنګ خپل فقیر او ناداره هېواد وال هم له یاده و نه باسي.

باید په یاد ولرو چې اخترونه یوازې د خوښۍ او خوشحالۍ د لمانځنې په معنا نه، بلکې له نورو مسلمانانو سره د غم شریکۍ، له مظلومانو سره د خوښیو د ویشلو او په خپلو خوښیو کې د نورو د شریکولو په معنا هم وي.

ځکه نو باید زمونږ هېواد وال د روژې د مبارکې میاشتې په پای ته رسېدو سره اختر د خوښیو په لمانځنه کې خپل ټول مظلوم هېواد وال له ځان سره شریک کړي او د کونډو او یتیمانو په شونډو د مسکا راوستلو په لار کې د یوبل سره مرسته او همکاري وکړي. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس