معماری
خانه / اعلامیه / د اختر مبارکۍ پیغام

د اختر مبارکۍ پیغام

دا دی د افغان مسلمان ولس د نړۍ له میلیاردونو نورو مسلمانانو سره یوځای د روژې د مبارکې میاشتې تر عبادت او ریاضت وروسته، د اختر د خوښیو او خوشحالیو د لمانځلو هوډ لري. لوی الله دې د افغان مسلمان او مېړني ولس په ګډون د نړۍ د ټولو مسلمانانو، روژې او عبادتونه په خپل دربار کې قبول کړي او الله دې د مسلمانانو او په تېره بیا د افغانانو اخترونه نور له ستونزو او غمېزو لیرې او د خوښۍ او خوشحالۍ په فضا کې پر هغوی را وګرځوي.
متأسفانه خوار او ځپل شوي افغان ولس په خپل ټاټوبي کې له پرله پسې کلونو او آن لسیزو را پدېخواه اخترونه چې د خوښۍ او خوشحالۍ سمبول ګڼل کېږي، په ویر او خفګان کې تېر کړي دي. پدې موده کې په هېواد او ولس د کور ورانوونکې جګړې تور او کرغېړن سیوري، ددې ولس او هېواد هره خوښي تر سیوري لاندې راوستلې وه او متأسفانه د ولس په هر کور کې د ویر او ماتم ټغر خپور ؤ.
د جګړې او بدمرغیو دغه شوم او کرغېړن سیوري د هېواد د هر بل وګړي په څېر د هېواد رسنیز فعالان، ژورنالیستان او لیکولان هم اغېزمن کړي وو او د دوی اخترونه او خوښۍ یې پیکه او کم رنګه کړې وې.
اوس چې د حالاتو په بدلون او په هېواد کې د یوه سوله ییز تحول په پایله کې هرڅه بدل شوي دي او په هېواد کې مو د نسبي سولې امید را پیدا شوی، ضرور ده چې زمونږ درانه لیکوالان او قدرمن ژورنالیستان هم د هېواد د نورو وګړو په څېر خپل اخترونه د سولې او آرامۍ په فضا کې ولمانځي او په هېواد کې د یوې تل پاتې سولې او سوکالۍ لپاره کار وکړي.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه، د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو له امله خپلو درنو هم مسلکانو ته د زړه له کومي د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي او د الله په دربار کې لاس لپه کوي تر څو زمونږ د ولس او هېواد اخترونه نور له جګړو او نا خوالو لیرې او د خوښۍ او خوشحالۍ په فضا کې تېر کړي.
د ګهیځ ټولنې د مشرتابه پلاوی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس