معماری
خانه / فعالیتونه / حکومتي چارواکو سره د ګهیځ ادارې د ناستو لړۍ؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو پر نشراتو د څار ادارې رییس سره ناسته

حکومتي چارواکو سره د ګهیځ ادارې د ناستو لړۍ؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو پر نشراتو د څار ادارې رییس سره ناسته

 

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د مشرتابه پلاوي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو پر نشراتو د څار ادارې رییس ښاغلي مولوي عبدالحق حماد سره په کتنه کې نوموړي ته د ګهیځ ټولنې د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل او د راتلونکو پروګرامونو په اړه یې ورڅخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دغه کتنه کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په نوې ودانۍ کې ترسره شوه، د ګهیځ ټولنې مشر او د پوهنتون استاذ سردار محمد دیندار خیل او د یادې ټولنې د اړیکو مسؤول احمدضیاء رحیمزي، ګډون درلود چې په ترڅ کې یې د ګهیځ ټولنې پر تاریخچه او فعالیتونو رڼا واچول شوه او د هېواد په کچه د فرهنګي او نشراتي فعالیتونو په اړه بحث او خبرې وشوې.

همدارنګه په دغه ناسته کې د بېلابېلو فرهنګي او خپرنیزو ادارو تر منځ د همغږۍ او خپل مینځي اړیکو موضوع هم تر بحث لاندې راغله چې په ترڅ کې یې د یادو ادارو او بنسټونو تر مینځ د ښې همغږۍ او تفاهم رامینځ ته کېدل وڅېړل شول.

په ناسته کې ښاغلي حماد ته د ګهیځ مهالنۍ چې د لیکوالۍ او ژورنالیزم په ډګر کې خپرېږي، څو ګڼې هم ورکړل شوې چې د نوموړي له خوا په مننې سره استقبال شوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس