معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / حمـ.ـاس وایي، غزه کې د مقاومت ماتول د اسراییلو خوب او خیال دی

حمـ.ـاس وایي، غزه کې د مقاومت ماتول د اسراییلو خوب او خیال دی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۲  نېټه):

فلسطین کې د حماس ډلې د سیاسي دفتر مرستیال صالح العاروري له الجزیرې ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، چې اسراییلي ځواکونه یې غزه کې له بشپړې ماتې سره مخ کړي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې غزه کې د مقاومت ماتولو فکر د اسراییلي لوري یو خوب او خیال دی، چې هېڅکله به پوره نشي.

د صالح العاروري په وینا اسراییلي ځواکونه د جګړې په لومړي پړاو کې ناکام شوي او اوس د سرېښو له دې ډنډه څخه د ځان وېستنې لار نه لري.

نوموړي پر بې دفاع ولسي وګړو د اسراییلي بریدونو غندنه کړې او په دې اړه یې نړیوالو بشرپالو باندې غږ کړی، چې د ولسي وګړو له وژنې اسراییلي لوری وګرځوي.

دغه مرکه کې صالح العاروري زیاته کړې، چې د اسراییلو مخکیني او اوسني پوځي بندیان یې په لاس کې دي، خو هغه مهال به یې خوشې کړي، چې اسراییلي لوری خپل روان بریدونه ودروي او خپلو زندانونو کې بندي ټول فلسطینیان آزاد کړي.

تازه راپورونه وایي، چې د غزې په سویل کې اسراییلو تر ټولو سخت بمبار کړی دی، خو بل لور بیا د حمـ.ـاس جنګیالیو په خپلو بریدونو کې د اسراییلي پوځ یو مهم قومندان وژلی.

اسراییلي لوري هم منلې، چې د غزې د سویلي کنډک یو قومندان یې د حــ.ـماس جنګیالیو وژلی او مړی یې له غزې تړانګې بهر غورځولی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس