معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / جلال آباد کې د بهسودو دوهم پول ډيزاین کې د تخنیکي ستونزو او د ډیزاین د ناقص تطبیق له کبله له وخت نه وړاندې د تخریب له ګواښ سره مخ دی.

جلال آباد کې د بهسودو دوهم پول ډيزاین کې د تخنیکي ستونزو او د ډیزاین د ناقص تطبیق له کبله له وخت نه وړاندې د تخریب له ګواښ سره مخ دی.

جلال آباد کې د بهسودو دوهم پول ډيزاین کې د تخنیکي ستونزو او د ډیزاین د ناقص تطبیق له کبله له وخت نه وړاندې د تخریب له ګواښ سره مخ دی.
راپور: ایمل ظاهر
د بهسودو دوهم پول چې د ننګرهار د پنځو ولسوالیو په ګډون کونړ او نورستان د ننګرهار له مرکز جلال آباد ښار سره وصلوي، دوه کاله وړاندې یې چاري د الینګار الکوزي شرکت له خوا د ۳۵۰ مترو په اوږدوالي سره جوړ او بشپړی شوی.
دا پول چې د ټولګټو چارو وزارت له خوا د الینګار الکوزي ساختماني شرکت ته د څه د پاسه درې میلیونه امریکایي ډالرو په قرار داد ورکړل شوی ؤ له جوړېدو وروسته او ټولګټو چارو وزارت ته د تسلمېدو وړاندې یې لوی، لوی درزونه پیدا کړي او بېرته د یاد شرکت له خوا د سریختو په مایع سره یاد درزونه بند شوي.
ننګرهار میشتي د ا چاره د اندیښنې وړ بولي او په لنډ مهال کې د پول د خرابېدو له کبله د پول جوړونکي شرکت مسؤولین په فساد تورنوي.
راحت الله چې د بهسودو ولسوالۍ د قلعه جانان خان اوسېدونکی دی وایي
((د ا پول په ټيکه ورکول شوی او د خرابېدو لامل یې د انجینرانو او د شرکت غداري ده کم کیفیته مواد یې کارولي او د پول بودیجه یې ټوله په پول نه ده مصرف کړې، ځکه د دې پول په خوا کې بل پخوانی پول چې څلوېښت کاله پخوا روسانو جوړ کړی اوس هم د دې نه ښه دی او دا چې په دې دوه کالو کې خراب شو خو غلا او فساد پکې شوی))
سرور چې د جلال آباد ښار اوسېدونکی دی دا هم د پول د ژر خرابېدو لامل د ټولګټو چارو ریاست او د پول جوړوونکي شرکت د مسؤولینو له خوا د پروژې په تطبیق کې فساد په ګوته کوي.
سرور وایي((دا بل پول چې زمونږ مشران وایي د روسانو وخت کې جوړ شوی نو انجینران وایي دا پول چې د څومره کلونو لپاره جوړ شوی ؤ چې باید ګټه ترې واخیستل شي هغه وخت هم پوره شوی خو اوس هم کار کوي خو د دې پول لا وخت هم نه پوره شوی دوه کاله یې وشو اوس ټق، ټق چاودیدلی او خراب شوی.
د دې د انجینر او شرکت نه باید پوښتنه وشي چې دا ولې دومره ژر خراب شو ځکه ښکاره خبره ده چېې فساد پکې شوی.))
له وخته وړاندې د یاد پول د پیدا شوو درزونو په تړاو د ننګرهار ولایتي شورا مرستایل اجمل عمر هم د ټولګټو چارو ریاست او د پول جوړوونکي شرکت مسؤولین په فساد تورنوي د اجمل عمر په وینا چې شپږ نیم کاله وړاندې هم د دې پول یوه برخه زیانمنه شوې چې دوی یې د وخت ولایتي چارواکو او ټولګټو چارو ریاست سره د یو رسمي مکتوب له لارې موضوع شریکه کړه او په تړاو یې ترې د څېړنو غوښتنه وکړه خو په وینا یې چې چارواکو یې تر اوسه هم د هغو مکتوبونو ځواب نه دی ورکړی.
د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر وایي((مونږ سره اسناد موجود دي چې د نن نه شپږ نیم کاله وړاندې چې په هغه وخت کې مونږ د لس کرتو نه زیات د دې شرکت رئیس ولایتي شورا ته راجلب کړی ؤ، تر څو د خلکو هغه شکونه چې په ده باندې وو هغه رفعه شي خو متأسفانه چې دا نظام او حکومت داسې دی چې په یوه مسأله کې د فساد په اړه عمق ته لاړ شي او را ویې څېړې نو خلکو ته داسې فکر ورکول کېږي چې ځيني خلک د دې پروژې د تطبیق مخنیوی کوي، خو د دې پول په اړه ماسره د شپږ نیم کالو پخواني اسناد د ولایتي شورا په آرشیف کې شته چې پول پنځم لاس خرڅ شوی او په قرار داد ورکول شوی، او د ننګرهار د هغه وخت والي سره مو هم دا موضوع شریکه کړه چې دا د ننګرهار لپاره یوه حیاتي پروژه ده خو هغه وخت سره زما غږ وانه اوریدل شو او د څو اشخاصو د ګټې په خاطر برعکس په مونږ باندې تورونه پوري شول.))
انجنیر فرید عاطف چې د ساختمان انجنیر دی د پول په جوړولو کې یې راسره تخنیکي ستونزې شریکې کړې.
هغه په پول کې د درزنو راتګ لامل د پول لپاره جوړ شوي ډيزاین او د ډيزاین په تطبیق کې بې غوري ښيي.
د عاطف په خبره چې د پول په ډيزاین کې د کابل سیند اوبو مقدار په پام کې نه دی نیول شوی او د اوبو له پاسه تېر شوی پول چې پایې یې دیننه په منځ کې ولاړې دي د اوبو زور او فشار د دې لامل کېږي چې پول له وخته وړاندې لمنځه لاړ شي.
د ډېزاین تر څنګ د ډېزاین او پروژې په تطبیق نه څار هم د دې لامل کېږي چې د پول چارې په درست ډول ترسره نشي او د کم کیفیته موادو د استعمال او نه مراقبت د دې لامل شي چې د پول په پاسنۍ برخه کې لوی لوی درزونه رامنځ ته شي.
هغه وایي((د کانکریټو په نړۍ کې درزونه یو لوی بحث دی چې بېلا بېل عوامل لري،که هغه ودانۍ وي او که پول د ډېزاین له مرحلې نه نېولي تر تطبیق مرحلې پورې او د تطبیق په جریان کې په ګڼو عوامولو پورې اړه لري، یو احتمال دادی چې د دې پول د ډیزاین په مرحله کې د دې د پایو ډيزاین سم نه دی شوی، نظر د کابل سیند د اوبو مقدار او د پول د بیستر د موادو په کتو سره احتمال شته چې د پایو ډېزاین یې سم نه دی شوی چې د هغې لویه بيلګه داده چې پول د جوړېدو نه وروسته سمدستي د پول په ښکتنۍ برخه کې یو دېوال جوړ شو چې د ا د دې ښکارندويي کوي چې د دې پایو لپاره چې کوم ژوروالی په پام کې نیول شوی ؤ هغه سمې نه وي ژوري شوي نو بیا د ټولګټو چارو وزارت ورته یوه بله پروژه کې یو دېوال منظور کړ چې د پول په ښکتنۍ برخه کې یې ورته جوړ کړی خو هغه پروژه هم سمه نه ده تطبیق شوې د هغې ژوروالی هم سیې نه دی شوی که شوی ؤ نو دا ستونزه حلېده او په پول کې درزونه نه راتلل، او بل د پول په جوړېدو کې د کم کیفیته موادو کارول هم ددې درزونو لامل کېدی شي خو په ټوله کې ویلی شو چې په دې پروژه ټوله بودیجه نه ده مصرف شوې))
د فرید عاطف په وینا چې یاد درزونه که همداسې پاتي شي نو لوی خطر پېښولی شي.
مونږ هڅه وکړه چې په دې تړاو د الینکار الکوزي شرکت د مشر نظر هم واخلو خو هغه ییې په تړاو د خبرو کولو پرځای د ټولګټو چارو رئیس را په ګوته کړ په نماینده ګۍ یې راسره خبرې وکړي.
د ننګرهار د ټولګټو چارو رئیس انجینر محمد صابر احمدزی د پول په جوړولو کې په ډېره کمه اندازه تخنیکي ستونزي مني خو وایي دا ستونزې د ډېرې اندیښنې وړ نه دي.
هغه د پول په جوړولو کې ټولګټو چارو ریاست او د الینکار الکوزي شرکت په مسؤولینو د فساد تورنه هم ردوي.
دی وایي((تر اوسه پورې دا پول مونږ ته نهایي تسلیم شوی هم نه دی او پول کې جزوي تخنیکي ستونزي پیدا شوي چې د ډېرې اندیښنې وړ نه دي ان شاالله مونږ هغه ستونزې حل کړي او په نږدې راتلونکي کې به پرې قیر هم واچول شي او د ښاریانو ستونزې به حل شي))
د ا په داسې حال کې ده چې ولس او د ولس استازي ډېر کله د بیارغونې په دا ډول پروژو کې د فساد له شتون شکایت کوي او په وینا یې چې د غیری معیاري موادو استعمال، په قرادادونو فساد او په سم ډول نه څارنه د دې لامل کېږي چې دا ډول پروژې له ټاکلې نیټې مخکي لمنځه ځي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس