معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / جلال آباد ښار کې له لاس پلورونکو څخه په ناقانونه توګه پیسې اخېستل کېږي:

جلال آباد ښار کې له لاس پلورونکو څخه په ناقانونه توګه پیسې اخېستل کېږي:

جلال آباد ښار کې له لاس پلورونکو څخه په ناقانونه توګه پیسې اخېستل کېږي:
راپور: حضرت نبي نبي زاده
د جلال آباد ښار تالاشۍ څلور لارې شاوخوا غزېدلې لارې سهار وختي مهال د موټرونو د رش له امله د دومره لاربندښت سره مخ وي، چې خلک یې پر سړکونو په اسانۍ سره نه شي تېرېدلی.
په شنه سهار د دغه بیروبار ډېرښت له امله پلي تېرېدل هم ګران وي.
اوس مهال ګڼ سبزي پلورنکي خپلې موټرې راولي او د سړک په سر یې دروي او دغلته خپله سبزي پلوري.
له کلي او بانډو څخه راوړل شوي سبزيجات د سړک پر غاړو موټرونو او زرنجونو کې پلورل کېږي، چې په بدل کې یې ترې ناقانونه پیسې اخېستل کېږي.
په زرنجونو او نورو نقلیه وسایطو کې د تازه سبزیو راوړونکي کسان هم ادعا کوي چې د سړک پر سر د ودرېدو او سبزیو د پلورلو په بدل کې ترې هر سهار پیسې اخېستل کېږي.
د چپرهار ولسوالۍ یو تن سبزي پلورنکی شمالي خان وايي:
((دلته له موږ څخه د ټکس په نوم پیسې اخېستل کېږي، خو موږ ته راکړل شوې پاڼه د ښاروالۍ ټاپه نه لري. دغه پيسې له موږ څخه د ملک نذیر په نوم یو تن دی، د هغوی کسان یې اخلي. موږ که څه پلورلي وي او که نه خو د ملک نذیر کسان د باج په توګه موږ څخه خپل دغه ناقانونه پیسې اخلي. دولت باید د دغه ډول غیر قانوني اخاذو مخه ونیسي، څو موږ غوندې ولسي وګړي وشي کولی، پرته له ستونزو ځانته یو مړۍ حلاله نفقه وګټي.))
د روداتو ولسوالۍ څخه راغلی بزګر علم ګل هم وايي، چې له دوی څخه دغه پیسې د ملک نذیر په نوم یو زورواکی اخلي، چې په خبره یې د جلال آباد ښاروالۍ هم ورسره شریکه ده.
د ده په خبره څو ځل يې د ښاروالۍ مامورین لیدلي چې د ملک نذیر له کسانو پیسې ترلاسه کوي.
هڅه مو وکړه چې د دغو ادعاوو په اړه د ملک نذیر غبرګون واخلو، خو له پرلپسې هڅو سربېره هم ونه توانېدو.
دجلال آباد ښار یو تن هټيوال وحیدالله بیا وايي:
((جلال آباد ښاروالي په رښتیني ډول له یادو کړنو سره قانوني تعامل نه کوي؛ ځکه خو یې په لوی لاس ښار کې د بې نظمۍ او فساد زمینه برابره کړې ده.))

یو بل تن سبزي پلورونکی نور احمد وايي، په تېر کې له دوی څخه له سلو تر یو نیم سلو پورې پیسې اخېستل کېدې، خو اوس ترې پنځوس افغانۍ اخلي. نوموړی زیاتوي، هره ورځ په لسګونه موټرې له تالاشۍ څلورلارې نیولې تر چپرهار زړې هډې پورته سیمو پورې ودریږي، چې له دغو ټولو څخه د ودرېدو په بدل کې غیر قانوني پیسې او باج اخېستل کېږي.
دی وايي:
((په دغه باج اخېستنه کې د ښاروالۍ کسان هم ښکېل دي؛ ځکه که چېرته شریک په کې نه وي، نو د دغو غیر قانوني اخاذو مخه به یې نیولې وه.))
ولس هم د دغو کړنو له امله تر پوزې راغلی:
د جلال آباد ښار اوسېدونکی نصیر احمد وايي، دغه غیر قانوني کړنو یې ژوند ډېر ورتریخ کړی دی. د ده په وینا سهار وختي چې کله خپل دوکان ته ځي، نو په ډېرو ستونزو او ځنډ سره له دغه ځایه تېریږي.
نوموړی وړاندې زیاتوي:
((ښاروالۍ باید د دغې چارې مخنیوی وکړي او د ښاري نظم په رامنځته کولو کې اړین ګامونه پورته کړي.))
نصیر احمد پر ښاروالۍ نیوکه کوي چې جلال آباد ښار کې د سبزیو دوه منډيانو د شتون سربېره بیا هم د سړک پر سر بولۍ او پلورنې کېږي، خو د مخنیوي یا رهنمايۍ لپاره یې هېڅ کوټلي ګامونه نه پورته کېږي.
د جلال آباد ښار یو بل اوسېدونکی حمید بیا وايي:
((د جلال آباد کوچنی ښار نشي کولای چې دومره ګڼه – ګوڼه وزغمي. دولت باید له دغو سیمو څخه غیر قانوني بولۍ لرې کړي، څو د ښاریانو ستونزې راکمې شي.))
نوموړی یادونه کوي چې له بولۍ اخوا بیا د ورځې په اوږدو کې کرۍ ورځ د ښار ډېری لارې د سبزي پلورونکو له خوا بندې شوې وي، چې له امله یې لارو کې تګ د ستونزو سره مخ وي.
ګهیځ له ډېرو هلو – ځلو وروسته د ملک نذیر په نامه غیر مسؤول شخص کسان ولیدل چې په خلکو ګرځېدل او له هغوی څخه یې پیسې ترلاسه کولې، د ګهیځ د موندنو له مخې هر سهار په دغه سیمه کې له پنځه ویشت زرو نیولې تر دېرش زرو پورې افغانۍ باج اخېستل کېږي، چې دا له سبزي پلورنکو او نقلیه وسایطو کې د سبزیو راوړونکو ترلاسه کېږي.
په دې اساس هره اونۍ دوه لکه او لس زره افغانۍ او هره میاشت اته لکه او اویا زره افغانۍ چې باید د ښاروالۍ بودیجې ته لاړي شي، حیف او میل کېږي.
ګهیځ هغه پاڼې چې د ملک نذیر د کسانو له لورې موټر چلونکو ته ورکول کېږي، تر لاسه کړي. په یادو پاڼو کې هېڅ ډول رسمي او دولتي نښې شتون نه لري، خو بیا هم پر دغې پاڼې له سبزیجانو راوړونکو او پلورونکو څخه پیسې اخیستل کېږي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ننګرهار د ولایتي ادارې نظر را واخلو، خو له کراتو هڅو وروسته هم په دې اړه خبرو کولو لپاره څوک چمتو نه شول.
د دغې غیر قانوني باج اخیستنې په اړه مو د جلال آباد ښاروالۍ مطبوعاتي مسؤول عبدالله هوډ وپوښت. نوموړي یې په ځواب کې وویل:
((په تالاشۍ څلور لارې او اړوند نورو سیمو کې ترسره کېدونکې بولۍ غیر قانوني دي او ښاروالۍ ورته اجازه نه ده ورکړې چې د سړک پر غاړو دې دغه پلورنه ترسره کړي؛ ځکه د پلورلو لپاره ځانګړي ځایونه مشخص شوي، چې باید مال پلورونکي هغه ځای ته خپل د پلورلو سبزي ولېږدوي.))
نوموړي دا رد کړه چې ګواکې د فساد په مواردو کې دې ښاروالۍ لاس ولري.
هغه زیاته کړه:
((ښاروالۍ په تېر کې هم د دغه ډول کړنو په مقابل کې قانوني اجرات کړي او دا ځل یې هم د دې ناقانونه بولیو پر وړاندې تصمیم جدي دی.))
هوډ زیاته کړه، د جلال آباد ښاروالي په هېڅ ډول خپل سرو باجګیریو کې ونډه نه لري او په دې اړه یې تصمیم جدي دی. هغه دا ډول تورونه ردوي او وايي: جلال آباد ښاروالي به د یادو کسانو اړوند جدي اقدامات وکړي او دغه غیر قانوني بولۍ به ودروي. د ده په خبره له دغې لارې ټولې اخېستل شوې پیسې به د قانون په چوکاټ کې د ښاروالۍ بودیجې ته سپارل کېږي.
ملک نذیر ته له نږدې کسانو څخه یو تن د نوم نه ښودلو په شرط ګهیځ ته په دې اړه داسې وویل:
((د ننګرهار له مختلفو ولسوالیو څخه هره شپه له دوو بجو څخه د سهار تر اوو بجو پورې له دوو سوو څخه پورته د سبزي راوړلو نقلیه وسایط راځي، چې ډېری یې خالي کېږي او څه یې په موټر کې سودا پلوري. موږ هره ورځ له دغو نقلیه وسایطو څخه له ۳۰ زره افغانیو پورته پیسې ټولوو.))
نوموړی وړاندې زیاتوي:
((دلته زما په ګډون درې نور کسان د ملک نذیر لپاره د ۲ سوه افغانیو په بدل کې هر سهار له دغو نقلیه وسایطو پیسې اخلو او بیا دغه پیسې ملک نذیر ته سپارو. د ده په وینا څو ځلې ښاروالۍ هڅه وکړه چې د دې کار مخه ونیسي، خو له جوړ – جاړي او پیسو تېرولو وروسته ملک صیب نذیر په دې توانیږي، چې بېرته خپله باج اخېستنه پیل کړي.))
نوموړي وړاندې وویل:
((دا چې ښاروالۍ په رسمي ډول دلته د بولۍ اجازه نه ورکوي، خو په غیر مستقیم ډول په یوه تفاهم سره د ملک نذیر په دې کار باندې څه نه وايي. له همدې امله کله چې ښاروالۍ د دغه چارې خلاف کمپاین کول وغواړي، نو له وړاندې څخه ملک نذیر او موږ ته اطلاعات راکوي.))
د یادونې وړ ده چې په تېر کې هم جلال آباد ښاروالۍ د فساد، درغلیو او رشوت اخېستو نیوکې کېدې، خو ښاروالۍ بیا دغه ډول تورونه د ځان پر وړاندې بې اساسه بللي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس