معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بشري حقونو څار بنسټ افغان کډوالو سره د پاکستان پر بد چلند نیوکه کړې

بشري حقونو څار بنسټ افغان کډوالو سره د پاکستان پر بد چلند نیوکه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۸  نېټه):

د راپورونو له مخې د بشري حقونو څار بنسټ ویلي، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د وېستلو او شړلو لپاره په پراخه کچه له ناوړه چلند څخه کار اخلي.

دغه بنسټ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې پاکستاني پولیسو او نورو چارواکو افغان کډوال نیولي، د هغوی ملکیتونه یې ضبط کړي او د هغوی د هویت اسناد یې له منځه وړي دي.

د دوی په وینا پاکستان د ۲۰۲۳ ز کال د سپټمبر له نیمايي راپدېخوا له ۳۷۵ زره ډېر کسان ستنېدو ته اړ کړي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د آسیايي برخې مشرې ایلین پییرسن ویلي، پاکستان دې سمدستي له افغان کډوالو سره ناوړه چلند پای ته ورسوي او له وېستلو سره مخ افغانانو ته دې دا فرصت ورکړي، چې په پاکستان کې د خوندیتوب غوښتنه وکړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د څرګندونو له مخې په سرغړونو کې د شپې عملیات شامل دي، چې پولیسو په کې افغانان تر وهلو، ګواښلو او نیولو لاندې نیولي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس