معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکا له اوکراین سره ۲۷۵ میلیونه ډالره نوې مرسته اعلان کړه:

امریکا له اوکراین سره ۲۷۵ میلیونه ډالره نوې مرسته اعلان کړه:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۹):
سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي، امریکا د اوکراین هوايي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره ۲۷۵ میلیونه ډالره نوې مرسته اعلان کړې ده.
د ده په خبره دا مرسته به ډېر ژر اوکراین ته ورسېږي، څو اوکراین پرې خپل هوايي ځواک پیاوړی کړي او د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخه ونیسي. د راپورونو له مخې روسیه هره ورځ د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو راکټي بریدونه کوي څو په دې توګه د خلکو د زیانمنولو له لارې په دې هېواد کې د مقاومت روحیه وځپي. اوکراین د دې بریدونو د شنډولو لپاره له څو میاشتو راهیسې د هوايي مدافعې په برخه کې له خپلو متحدانو څخه د مرستې غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د اوکراین مسلې په اړه یوې موافقې ته اړتیا ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس