معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / په رسنیو کې اماتور ژورنالیست وپېژنئ

په رسنیو کې اماتور ژورنالیست وپېژنئ

په رسنیو کې اماتور ژورنالیست وپېژنئ

شاکر الله وفادار

ژورنالېزم هغه ټولنیز مسلک دی چې د خپلو لارویانو له لارې ټولیزوالی یا عمومیت رامنځته کوي، ټولنه څاري او پایلي یې بېرته ټولني ته وړاندې کوي او په دې توګه یوه ټولېزه رښتینولي یا حقیقت جوړوي. ژورنالیزم هغه څانګه ده چې د پېښو په باره کې یوازې او یوازې بربنډ او څرګند حقیقت وړاندي کوي. معنا دا چې ژورنالېزم رښتینولۍ ته هېڅ ډول رنګ نه ورکوي، بلکی په خپله اصلي بڼه یی ولس ته وړاندې کوي.
ژورنالیزم هغه سپېڅلی مسلک دی چې د ولس رښتینی غږ تر مسؤولینو رسوي. د ولس شته ستونزې پرته له وېرې رابرسیره کوي او په مستقیم ډول یې د مسؤولو چارواکو تر غوږو رسوي. د ژورنالیزم مسلک له نورو مسلکونو او علومو سره يو څه تفاوت لري. ډېر پوه او ناپوه مسلکي او نامسلکي او یا له مسلکي پوهې لرې اشخاص د خپل زړه غم دلته سپکوي خو هغه څه چې مسلک یې غوښتنه کوي، په ښه او مسلکي ډول يي نشي وړاندې کولی او اکثره نامسلکه وګړي د دې سپېڅلي مسلک پیغام په سرچپه ډول تر ټولنې رسوي، په داسې حال کې چې د ژورنالیزم مسلک پوهې ته دومره وخت ته اړتیا شته چې باید پوه شو، دا مسلک رانه څه غواړي او څه شی باید ټولنې ته وړاندې کړو، ددې مسلک رسالت څه ډول ترسره کړو؟
اوس چې څومره کتل کېږي په دې پاک مسلک کې دوه ډوله خلک کار کوي، یوه ته یې مسلکي ژورنالیست ویل کېږي او بل ته اماتور یا غیری مسلکي ژورنالیست ویل کېږي.
لومړی مسلکي ژورنالیست:
مسلکي ژورنالیست هغه شخص ته ویل کېږي چې په ژورنالیزم مسلک کې یې لوړی زده کړې ترلاسه کړې وي او د ژورنالیزم مسلک په اخلاقو سمبال وي. د افغانستان د رسنیو په قانون کې د ژورنالیست تعریف داسې راغلی دی: ژورنالیست هغه حرفوي شخص دی چی د رسنیو له لارې خپرنیز مواد او محتوی برابروي او وړاندې کوي یې. مسلکي ژورنالیست د ټولنې سترګې دي. مسلکي ژورنالیست هغه څوک دی چې د ټولنې خوالې او ناخوالې را اخلي او د ټولنې وګړي خبروي او قضاوت همدوی ته پرېږدي. مسلکي ژورنالیست هغه څوک دی چې د ټولنې په ذهنيت کار کوي؛ مثبت او منفي لوری ور ښايي. مسلکي خبریال د ټولنی هره ستونزه څېړي مثبت او منفي نقاط یې په ګوته کوي،.ستونزه که د خپرېدو وړ وه د اړوندې رسنۍ څخه یې خپروي تر څو چارواکي ستونزې ته د حل لار پیدا کړي. دوهم ډول يې غیر مسلکي(اماتور) ژورنالیستان دي، دا هغه خلک دي چې پرته له مسلکي زده کړو د رسنیو په کور واک او اختیار لري. دا هغه فارمي ډله ده چې کړنې یې نه یوازې په ټولنه بدې اغېزې لري، بلکې د ژورنالیزم په مسلک هم تور داغ او د ملنډو باعث ګرځي. که د مسلکي او غیر مسلکي ژورنالیستانو ترمنځ توپیر ته ځېر شو، نو د رسنۍ او ولس ترمنځ تر ټولو مهم کار د باور فضا جوړول دي، چې دا په خپله د مسلکي او ژورنالیستکي اخلاقو اساس جوړوي، کله چې د رسنۍ او ولس تر منځ باور شتون ونلري، نو رسنۍ د ولس له سترګو غورځېږي او ځای یې پښو ته غورځیږي. او دا د بې باورۍ لامل د رسنیو همدا نامسلکي کارکونکي دي.
په رسنیو کې د مسلکي اشخاصو له شتون سره ولس د رسنیو له غوړېدو او پراخېدو سره ځان خوښ او په امن احساسوي، ولس د خپلو ستونزو په اړه ښه او واضح اطلاعات د رسنیو سره شریکوي او دوی په دې اړه قناعت ترلاسه کوي چی باید په ټولنه کې شته پټې سوژې ستونزې او رازونه را وسپړي او هغه د رسنیو مخ ته کېږدي، خو برعکس نامسلکي اشخاص د مسلک څخه د ناخبرۍ له امله ولس ته دغه ډاډ نشي ورکولی. مسلکي ژورنالیستان د ولس له فکره ځان بهر نه باسي د ولس هیلو او ارمانونو او غوښتونو ته درناوی او احترام لري، تر څو د ولس باور په رسنیو او اطلاعاتو زیات شي او د واقعیتونو په برخه کې د رسنیو رښتینی پل شي.
د نامسلکي وګړو په شتون سره رسنۍ خپل باور له لاسه ورکوي او د مسلکي وګړو په څېر په ولس اغېز نشي درلودلی، غیر مسلکي کسان د رسنیو له آزادۍ څخه سم برداشت نشي اخیستی چی له امله یې هم ټولنې او هم د وخت واکمن ټولګي ته ستر زیان اړولی شي.
د اماتور ژورنالیستانو فکري تمرکز د ټولنې د ستونزو او د قانون د ښه پلي کولو پر ځای په مالي سرچینو او تمویلوونکو خښ وي همدا لامل وي چې بیا هم په ټولنه کې اغېزمن نه تمامیږي. نامسلکي وګړي په کاري برخه کې ډېر شکایت کوي او ورسپارل شوی کار په لټۍ او تمبلۍ سرته رسوي، ځکه د سوژو پیدا کول ورته لویه سر دردي او ګران کار ښکاري. مګر مسلکي وګړي د خپلو زدکړو پر مټ کارونه په منظم ډول رهبري کوي. د مسلکي او اماتور ژورنالیست ترمنځ لوی توپیر هم دادی چې مسلکي شخص د مسلکي پوهې او مهارت پر مټ په آزاد لاس پر موصوع باندې کار کوي هغه له دې نه وېرېږي چی په ځینو ځایونو کی به په ناخبرۍ سره د مسلک پولي ونړیږي. ځکه هغه ته له وړاندې د خپل مسلک پولې او حدود معلوم وي. ځکه نو د سالم او پرمختللي سیسټم لپاره غوره ده چې په رسنیو کې مسلکیتوب رامنځته شي. تر څو په سالم ډول د خلکو اعتبار خپل او یو مسلکي چوکاټ جوړ شي.
ماخذونه:
۱- پر رسنیو د نامسلکيتوب اغېز، ذهین، محمد خان. ۱۳۹۸
۲- د افغانستان د رسنیو قانون
۳- د محمد کریم نور لیکنه، لیکوالي او خبریالي
۴- په تیرو دوو لسیزو کې د اسلامي رسنیو ونډه، د عبدالظاهر حمیدي لیکنه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس