معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت د نور او بریا تلوېزیونونو د نشراتو ځنډولو پرېکړه کړې

افغان حکومت د نور او بریا تلوېزیونونو د نشراتو ځنډولو پرېکړه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۲۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اطلاعات او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې د دې تلوېزیونونو د خپرونو ځنډېدو پرېکړه یې د مکررو توصیو او اخطارونو وروسته کړې.

د دوی په وینا نور تلوېزیون له مکررو توصيو او اخطارونو سربېره ژورنالېستيکي اصول نه مراعتول، ملي او اسلامي ارزښتونه یې په پام کې نه نیول، قومي، ژبني او سمتي تعصب ته یې لمن وهله او همدا راز د دواړو تلوېزیونونو د امتیاز خاوندان په هېواد کې شتون نه لري او په مسلسل ډول د نظام تخریب او پوچ تبلغات کوي.

د مسؤولینو په وینا د دغو لاملونو پر اساس پرېکړه وشوه چې د دې رسنیو دوسیه محکمې ته راجع شي او تر هغه وخته دې د دواړو تلوېزیونونو نشرات ځنډېدلي وي.

د یادونې وړ ده، چې دا پرېکړه پرون د رسنیو د سرغړونو کمېسیون ناسته کې شوې، چې د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په مشرۍ ترسره کېده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس