معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې هره میاشت د ناچاوده توکو چاودنې له امله شاوخوا ۶۰ کسه ژوند بایلي

افغانستان کې هره میاشت د ناچاوده توکو چاودنې له امله شاوخوا ۶۰ کسه ژوند بایلي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ماشومانو نړیوال سازمان یا Save the Children ويلي، چې په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۶۰ کسان د ناچاوده توکو د چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د دوی په خبره د دغو قربانیانو لویه برخه کم عمره یا کوچني ماشومان دي.

یاد سازمان افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې راوستى، چې تر ټولو ډېر په ماينونو لړلی دی.

د دې سازمان د مسؤولینو په وینا د افغانستان د ولسواليو دوه پر درېیمه برخه په ماینونو باندې ککړه ده.

د ماشومانو نړیوال سازمان له افغان حکومت او نړیوالو غوښتي، چې له جګړې څخه د پاتې شويو ناچاودو توکو له منځه وړلو او خنثٰى کولو ته لومړيتوب ورکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس