معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان بانک نن ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

افغانستان بانک نن ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۴ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک مسوولینو خبر ورکړی، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت کمولو په موخه، نن شنبه ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.

یاد بانک په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې پر ټولو هغو صرافانو او تجارتي بانکونو چې پر شرايطو برابر وي غوښتي، چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي، چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

 په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

 د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت کمښت په خاطر هر وار اونۍ کې یو یا دوه وار دغه اندازه ډالر لیلام ته وړاندې کوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس