معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / اسراییل پر ایران د متقابل برید په اړه لومړۍ ناسته کې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي

اسراییل پر ایران د متقابل برید په اړه لومړۍ ناسته کې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۲۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې العربیه رسنۍ راپور ورکړی، چې د اسراییلو د لومړي وزیر په مشرۍ د دغه هېواد د جنګ کابینې پر ایران د متقابل برید لپاره پرېکړې ته نه دي رسیدلي.

د دغه رسنۍ د راپور پر اساس ټاکل شوې چې د ورځې په اوږدو کې به دغه کابینه بله غونډه هم په دې اړه ترسره کړي.

بل لور د ایران پارلمان نن په خپله فوق العاده غونډه کې پر اسراییلو د ایران برید ستایلی او دغه برید یې د نړیوالو نورمونو له مخې د ایران مشروع حق  ګڼلی دی.

د ایران پارلمان ویلي، که اسراییل یا یې کوم ملاتړی د تېرې شپې برید ته متقابل ځواب ورکړي، د ایران بل ګوزار به ډېر خطرناک وي.

بل لوري ته واشنګتن هم اعلان کړی چې امریکا به د ایران پر ضد داسراییلو په هر ډول انتقامي ځواب کې ګډون ونه لري.د بي بي سي په قول د امریکا ولسمشر اسراییلو ته خبر ورکړی چې د ایران پر ضد به ددوی په هر ډول ځوابي اقدام کې امریکا ګډون و نکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس