معماری
خانه / اعلامیه / د ایټالیا په ډوبې شوې کښتۍ کې د ملي ټلوېزیون د پخوانۍ همکارې د مړینې په اړه د ګهیځ لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنې اعلامیه .

د ایټالیا په ډوبې شوې کښتۍ کې د ملي ټلوېزیون د پخوانۍ همکارې د مړینې په اړه د ګهیځ لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنې اعلامیه .

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنې په ډېرې خواشینۍ سره خبر ترلاسه کړ، چې ایټالیا کې د ډوبې کښتۍ له امله په مړو شویو کسانو په نوملړ کې د ملي ټلوېزیون پخوانۍ کارکوونکې تورپیکۍ امرخېل هم شامله ده.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنه د نوموړې پر وفات خپله خواشیني څرګندوني او د نوموړې له کورنۍ او دوستانو سره ځان په دې غم کې شریک بولي او ورته تسلیت وایي.
روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې
دغه راز ګهیځ د لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنه له ټولو لیکوالانو او ژورنالېستانو غواړي چې په ناقانونه توګه له کډوالۍ او مهاجرتونو ځان وساتي او د یو فعال شخص په توګه د هېواد د آبادۍ او رغون لپاره ټولې هڅې په کار واچوي.
د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنه
ـــــــــــــــــــــــ
د خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس