معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / ‏بنګله دېش سره د لوبو لپاره دوه جلا لوبډلوته لوبغاړي وټاکل شو

‏بنګله دېش سره د لوبو لپاره دوه جلا لوبډلوته لوبغاړي وټاکل شو

ګهیځ: نن سې شنبه (د سلواغې ۲۶مه) د افغانستان د کرېکټ‌ بورډ د بنګله دېش سره را روانو پنځو لوبو ته د لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

د افغانستان د ملي‌ لوبډلې لوبغاړي بنګله دېش ته رسېدلي څو له هغه هېواد سره سیالیو ته چمتوالی ونیسي.

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ درې یوه ورځنۍ او دوې شل اوریزې لوبې دي چې د فبرورۍ په ۲۳ نېټه پیلیږي.

د یوې ورځینو سیالیو لپاره د حشمت الله شهیدي په مشرۍ ۱۶ لوبغاړي او د شل اوریزو لوبو لپاره د محمد نبي‌ په مشرۍ ۱۶ لوبغاړي اعلان شوي ‌دي.
افغان لوبغاړي وړاندې له دې چې بنګله دېش ته لاړ شي، څو اونۍ یې په قطر کې تمرینونه وکړل.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ سیالۍ د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام ته د مستقیم ورتګ د غوراوي سیالۍ دي چې په هر بري سره ۱۰ نومرې ورکول کیږي.

افغانستان تر دې مخکې له ایرلنډ او هالنډ څخه دا ډول درې-درې لوبې ګټلې او ۶۰ نومرې لري.
د افغانستان کرکټ لوبډله شاوخوا ۲۴ دا ډول لوبې لري او که د دغو لوبو څخه ۶۰ فیصده یې وګټلې، ښايي مستقیمآ د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته ولاړ شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس