معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت وایي، د اوبو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه لري

افغان حکومت وایي، د اوبو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه لري

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۳مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عـ.ـبدالسـ.ـلام حـ.ـنفي ویلي، افغان حکومت د کرنې سکټور د هرې برخې ملاتړی دی او په دې برخه کې یې د اوبو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه کړې، څو د هېواد اوبه په منظم ډول مدیریت شي.

نوموړي د کرنېزو محصولاتو د نندارتون په پرانیست غونډه کې ویلي، د هېواد ۸۰ سلنه وګړي د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند پر مخ بیایي، چې د کرنې سکټور پیاوړتیا به د بزګرانو د پیاوړتیا لامل شي.

د ده په خبره د زراعتي محصولاتو د پیاوړتیا لپاره هڅې دوام لري او د دې لپاره یې منظم پلان جوړ کړی دی.

افغان حکومت په داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې دې وروستیو کې د ولسي وګړو له لوري د هېواد د اوبو مدیریت کولو غوښتنې هم ډېرې شوي دي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس