معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کورنیو الوتنو په ګډون هره ورځ د کابل له هوايي ډګره ۲۰ الوتنې کېږي

د کورنیو الوتنو په ګډون هره ورځ د کابل له هوايي ډګره ۲۰ الوتنې کېږي

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومي ۱۴مه) د افغانستان اسلامي امارت د ملکي هوایي چلند اداره وایي، په ورځني ډول د کابل له هوایي ډګره ۲۰ الوتنې ترسره کېږي چې له ډلې یې ۳ کورنۍ او پاتې ۱۷ یې بهرنۍ الوتنې دي.
د ملکي هوایي چلند د ادارې ویاند امام الدین احمدي رسنیو ته وویل چې په دې وروستیو کې بهر ته الوتنې عادي حالت ته ګرځیدلي دي.
د احمدي په وینا په بهرنیو الوتنو کې ډېرې چین، پاکستان، ترکیې او دوبۍ ته کېږي چې له هرې بهرنۍ الوتنې څخه له ۶ تر ۷ زرو امریکایي ډالرو عاید ترلاسه کېږي.
ښاغلی احمدي د عوایدو د ټولیزه کچې په اړه څه و نه ویل، خو ټینګار یې وکړ چې په راتلونکو ورځو کې به دا الوتنې ډېرې او عواید به یې هم تر اوس لوړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت حکومت له قطر او ترکیې سره خبرې روانې کړي دي، څو د کابل هوایي ډګر د چارو سمبالښت دوی ته وسپارل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس