معماری
خانه / اعلامیه / د غمرازۍ پیغام د خبریال احمدشاه شهادت په اړه

د غمرازۍ پیغام د خبریال احمدشاه شهادت په اړه

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالستانو ټولنې په ډېرې خواشینۍ خبر ترلاسه کړ چې په کابل کې پر خبریالانو د خونړیو بریدونو وروسته په خوست ولایت کې د بي بي سي ولایتي خبریال احمدشاه د نا معلومو وسله والو له خوا په شهادت ورسېد. (انالله و انا الیه راجعون)
ګهیځ ټولنه مرحوم ته فردوس جنت، د نوموړي کورنۍ او د افغانستان د رسنیز ډګر فعالانو ته جمیل صبر غواړي او له افغان حکومت په جدي توګه غوښتنه کوي چې د رسنیو او خبریالانو د امنیت لپاره جدي او بېړني ګامونه پورته کړي. همدارنګه د جګړې له ښکیلو لوریو په کلکه غواړي تر څو د خبریالانو او رسنیزو فعالانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس