معماری
خانه / اعلامیه / دتکړه ژورنالیست محمد سلیم انګار د شهادت تسلیت

دتکړه ژورنالیست محمد سلیم انګار د شهادت تسلیت

متاسفانه یو ځل بیا د افغانستان د رسنیو د پراخې کورنۍ یو بل فعال او تکړه غړی او د کندهار د ملي راډیو تلویزیون تصویر اخیستونکی محمد سلیم انگار د کندهار د ولایت مقام په تروریستي او وحشتناک برید کې له یو شمېر نورو ملکي او پوځي چارواکو سره په شهادت و رسید.

انا لله و انا الیه راجعون

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په داسې حال کې چې د کندهار د خونړۍ او مرموزې پېښې د نورو شهیدانو په څېر د ګران او تکړه ژورنالیست محمد سلیم انګار د شهادت له امله د نوموړي کورنۍ، دوستانو او په ټوله کې د افغانستان د رسنیو پراخې کورنۍ ته د تسلیت او غمرازۍ مراتب وړاندې کوي، له لوی الله څخه نوموړي ته جنت الفردوس او کورنۍ او دوستانو ته یې د زړه صبر او زغم غواړي.

لکه چې څرګنده ده د افغانستان روانه خونړي جګړه چې پر افغانانو له بهر نه تپل شوې د عامو افغانانو په څېر زمونږ له رسنیزې کورنۍ نه هم په مسلسل ډول قرباني اخلي، په داسې ډول چې نه یې حکومت مخه نیولی شي او نه یې نړیوال غواړي دغه ډول مرموزي پېښې کمې شي.

ګهیځ ټولنه باور لري چې که د ټولو روڼ اندو افغانانو په څېر ژورنالیستان او رسنیز کارکونکي هم په یوه خوله او یوه آواز د روانې تپل شوې جګړې د مخنیوي لپاره لاس په کار نشي، دا د قربانۍ اخیستو لړۍ به همداسې دوام وکړي او طبیعي ده چې ددې لړۍ دوام به د هیچ چا په ګټه نه وي.

یو ځل بیا د محترم سلیم انګار د شهادت له امله د زړه له کومې د خواشینۍ او غمرازۍ مراتب وړاندې کوو او له الله نه ورته جنت الفردوس غواړو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس