معماری
خانه / فعالیتونه / روان ټاکنیز بهیر او د رسنیو ونډه!

روان ټاکنیز بهیر او د رسنیو ونډه!

 

راپور: نعمت الله عزیزي

په افغانستان کې د ټاکنو روان بهیر له جدي ستونزو سره مخ دی د ملي یووالي حکومت د مشرانو له اختلاف را نیولې، بیا خلکو ته د لازم پوهاوي نه ورکړې، د ثبت نام د بڼې ستونزې، د ټاکنو په کمیسیون کې داخلي اختلافات او په ټوله کې د ټاکنو پر پروسه د خلکو بې باوره کېدل دا ملي پروسه له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د موضوع ارزښت ته په کتو د (روان ټاکنیز بهیر او د رسنیو ونډې) تر سرلیک لاندې د غويي په ۲۴ مه نېټه علمي بحث جوړ کړ، چې په دغه بحث کې دریو ویناوالو د یادې موضوع په بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې.

د پوهنتون استاذ او د چارو شنونکي نصیر احمد نویدي خلکو ته د اغېزمنو نوماندانو په ور پېژندنه کې د رسنیو د رول په هکله خبرې وکړې او په وینا یې رسنۍ خلکو ته د وړ او ښو نوماندانو په ورپېژندنه کې اغېزمن رول لرلای شي.

ښاغلي نویدي زیاته کړه چې باید رسنۍ د ټاکنو سره مسلکي برخورد ولري، تر ډېره په خپلو پروګرامونو کې نویو څېرو او ځوانانو ته وخت ورکړي او په دې برخه کې خپل هڅوونکی رول ولوبوي.

د چارو دې شنونکي همدارنګه ټېنګار وکړ چې باید خلک هغو نوماندانو ته رایې ورکړي چې دیني او ملي ارزښتونو ته ژمن وي، د هېواد په سیاست پوه او با خبر وي او د قانون جوړونې په هکله لازمه وړتیا ولري.

لیکوال او ژورنالیست وحید مژده د دې علمي بحث دوهم ویناوال ؤ چې د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې یې د رسنیو د رول په اړه خبرې وکړې او په ټولنه کې یې د افکارو او اندونو په تغییر او تبدیل کې د رسنیو پر اغېز رڼا واچوله، خو زیاته یې کړله چې اوس مهال خلک پر ټاکنو سخت بې باوره دي او رسنۍ هم آن د اطلاع رسونې په برخه کې هم له جدي ننګونو سره مخ دي.

ښاغلي مژده په رسنیو سختې نیوکې وکړې چې ګواکې د پردیو له خوا پالیسي ورکول کېږي او د دې پر ځای چې له موضوعاتو سره مسلکي برخورد وکړي په پروژه ای ډول خپل کارونه پر مخ وړي.

دغه افغان ژورنالیست ټېنګار کوي چې باید رسنۍ پر دولت فشار راوړي چې د ټاکنو د پروسې په هکله خلکو ته لازم معلومات ورکړي او هغه د پوښتنې وړ برخې خلکو ته روښانه شي چې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو پر وړاندې خنډ دي. ښاغلي مژده د هېواد امنیتي وضعیت ته، د حکومت په داخل کې د نظرونو اختلاف او د ټاکنو د پروسې نیمګړتیاوو ته په کتو سره ډاډه نه ښکاري چې ټاکنې د سراسري او رڼې ترسره شي.

د کابل پرس کلب مشر او  ژورنالیست عزیز احمد تسل درېیم ویناوال ؤ چې د ټاکنو په روڼوالي کې یې د رسنیو پر رول خبرې وکړې او په وینا یې تر ډېره اوس مهال رسنۍ په بې طرفۍ سره کار نه کوي، لازم استقلالیت نه لري او پالیسي یې تر ډېره د تمویلوونکو نظرونه دي چې دا بیا په ټولنه کې غبرګونونه زېږوي.

ښاغلي تسل ټېنګار وکړ په داسې حال کې چې رسنۍ د ځینو خلکو له خوا د ځان په ګټه کارول کېږي نو په کار ده چې په خبریالانو باندې کار وشي او ژمن خلک وروزل شي چې دا بیا کېدای شي رسنۍ په کرار کرار د ښه والي پر لور بوزي او هغه مهال کېدای شي په ټاکنو کې خپل مثبت رول ولوبوي.

د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې ګډونوالو د موضوع د بېلابېلو برخو په هکله خپل نظرونه او پوښتنې مطرح کړلې او د ویناوالو له خوا ځوابونه ورکړل شو.

دغه علمي بحث چې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو په دفتر کې جوړ شوی ؤ، د ګډونوالو له خوا وستایل شو او د ګهیځ له ادارې یې د دا ډول بحثونو د دوام غوښتنه وکړه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس