معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / ننګرهار کې د بدني روزنې ریاست له لوري د والیبال شپنۍ سیالۍ پیل شوې

ننګرهار کې د بدني روزنې ریاست له لوري د والیبال شپنۍ سیالۍ پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د غزې مظلومو مسلمانانو څخه د ملاتړ په موخه د لومړي ځل لپاره د جلال آباد ښار او ولسوالیو د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام شپینۍ لوبې پېل شوې.

دغه سیالۍ چې د یاد ریاست په انګړ کې ترسره کیږي، تېره شپه د دره نور او سپین غر ولسوالیو د والیبال لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه، چې د دره نور والیبال لوبډلې ۲ـ۱ په مقابل کې د سپین غر لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.

د لوبې پرمهال د دواړو لوبډلو مینوالو او ځوانانو برخه اخیستې وه او د ولایتي ادارې څخه یې مننه وکړه، چې د خلکو سالمي روزنې په موخه یې دغه سیالۍ پر لار اچولي دي.

د دغو سیالیو په ترڅ کې به راتلونکې شپه د شګې او شینوارو ولسوالۍ د والیبال لوبډلې خپلو کې د سیالۍ لپاره مخامخ کیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس