معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزې ته د بشري مرستو لومړۍ بېړۍ ورسېده

غزې ته د بشري مرستو لومړۍ بېړۍ ورسېده

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۶   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بشري مرستو لومړۍ بېړۍ چې خوراکي توکي لېږدوي، غزې ته رسېدلې ده.

د فرانسې خبري آژانس د راپور پر اساس د اسپانیا د غیر دولتي موسسې “اوپن ارمز” بېړۍ له ۲۰۰ ټنو خوراکي توکو سره پرون سهار مهال د غزې ښار سواحلو ته رسېدلې ده.

دغه مرستې په داسې حال کې غزې ته رسیږي، چې ملګرو ملتونو په پرلپسې ډول په سیمه او په ځانګړې توګه د غزې په شمالي برخه کې چې دا مهال تر ۳۰۰ زرو ډېر وګړي په کې ژوند کوي، د پراخې قحطۍ د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.

غزې تړانګې ته د مرستو رسولو لپاره د سمندري دهلیز پرانیستل د حماس او اسراییل د جګړې له اغېزه د ملکي خلکو د ژغورنې لپاره د نړیوالو هڅو یوه برخه ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس