معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / زندان کې له عمران خان سره پر ملاقات بندیز ولګېد

زندان کې له عمران خان سره پر ملاقات بندیز ولګېد

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۴   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان حکومت ویلي، چې په زندان کې د بندي شوي پخواني لومړي وزیر پایوازان نه شي کولای زندان ته د هغه د لیدلو لپاره ورشي.

د خبر پر بنسټ، دولتي چارواکو ویلي، چې حکومت دا پرېکړه د امنیتي اندېښنو له امله کړې ده.

چارواکي زیاتوي، داسې استخباراتي اسناد یې ترلاسه کړي، چې پر عمران خان باندې زندان د برید احتمال شته، خو دا یې نه دي ویلي چې دا برید د عمران خان پرضد پلان شوی، که د توندلارو وسلوالو په ګډون د زندان په نورو بلاکونو کې د نورو بندیانو پرضد.

چارواکو څو ورځې وړاندې له دې پرېکړې د دې زندان د امنیت لپاره تدابیر زیات کړي وو.

په هغه لیک کې چې د پنجاب ایالت د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته استولی، دا خبره نه ده روښانه شوې چې کومه ډله پر زندان د برید پلان لري.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس