معماری
خانه / اعلامیه / د غمرازۍ پیغام

د غمرازۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کندهار ولایت په نهمه امنیتي حوزه کې د کابل نیوز ټلویزیون خبریال او پېژندل شوی ژورنالیست عبدالمنان ارغند د نا معلومو وسله والو له خوا په شهادت ورسېد. (انالله و انا الیه راجعون)
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه، په داسې حال کې چې د مرحوم ارغند وژنه د آزادو او تکړه ژورنالیستانو د وژنې او ځورونې د لړۍ ادامه ګڼي او له حکومت نه د هغې د قاتلینو د ژر تر ژره پیدا کولو غوښتنه کوي، مرحوم ارغند ته جنت فردوس، د نوموړي کورنۍ او د افغانستان د رسنیز ډګر فعالانو ته جمیل صبر غواړي.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په جدي توګه د رسنیزو فعالانو او خبریالانو د امنیت خوندي توب غواړي، د جګړې له ښکیلو لوریو هم په کلکه غواړي تر څو د خبریالانو او رسنیزو فعالانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
ګهیځ ټولنه چې د ژورنالستانو او لیکوالانو د حقونو څخه د دفاع لپاره کار کوي له حکومت او قضايي ارګانونو په جدي توګه غواړي چې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي او مرګ ژوبلې دوسیې وڅېړي او مجرمینو ته سخته سزا ورکړي

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس